Announcement

Collapse
No announcement yet.

علي اختر محمد منصور له افغان او ناټو چاروا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • علي اختر محمد منصور له افغان او ناټو چاروا

    جعلي اختر محمد منصور له افغان او ناټو چارواکو سره خبرې کړې وې
    Tuesday, 11.23.2010, 08:52am (GMT)
    1. تاند(سې شنبه/نومبر۲۲) نیویارک ټایمز نن راپور ورکړ، هغه څوک چې ځان یې د اختر محمد منصور په نوم د طالبانو یو مشرمعرفي کړی وو او د افغانستان له حکومت سره یې د سولې پټې خبرې کولې، جعلي وو.


    2. د دې امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې دغه سړي د ناټو او افغانستان له چارواکو سره درې ځلې خبرې وکړې وې خو پرون(دوشنبه) څرګنده شوه چې افغان او ناټو چارواکو له اصلي ملااختر منصور سره خبرې نه وې کړې.


    3. نیویارک ټایمز ورځپاڼه د نامالومو مقاماتو په حواله وايي دغه جعلي اختر محمد، چې د ناټوپه الوتکه کې کابل ته وړل شوی وو، حتی له ولسمشرکرزي سره هم لیدلي وو.


    4. خو ولسمشرکرزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ده له ملا اختر محمد منصور سره هیڅکله نه دي لیدلي.


    5. نیویارک ټایمزد روانې اوونۍ د شنبې په ورځ(نومبر۲۰) د یوې سرچینې په قول، چې نوم یې نه وو ذکر کړی، لیکلي ووچې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو له قومندانانو سره مخامخ خبرې شوې دي.


    6. تېره اوونۍ د ناټو قومندانانو وویل چې له افغان چارواکو سره د طالب مشرانو په مخامخ خبرو کې ناټو همکاري کړې ده.حتی د ناټو عمومي قومندان ویلي وو چې طالب قومندانان د دوی په الوتکه کې کابل ته رسول شوي دي.


    7. نیویارک ټایمز وايي چې له جعلي منصور سره په لوړه کچه خبرې شوي.او هغه ته ډېرې پیسې هم ورکړل شوي دي.


    8. ملامنصور له ملا عمر وروسته د طالبانو دوهم درجه قدرتمن مقام ګڼل کېږي.
Working...
X