Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان :- استاد "رباني" دي د امريکايې اهداف 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان :- استاد "رباني" دي د امريکايې اهداف 

    نچوړ: ايساف او طالبان يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.UPDATEDد ماين په چاودنه کې ولسوال او يو تن پوليس ووژل شول.د باګرام په هوايي ډګر لږ تر لږه يو توغندى ولګيد.ماسختن ناوخته د کندهار په ښار کې د چاودنې او درندو وسلو ډزي واوريدل شوي. چاودنې د پوليسو موتر زيانمن کړ.
    10/22/2010 5:54:39 AM PST

    LOGIN User ID Password • Get Membership

    خبرونه تبصره









    لټون:





    طالبان :- استاد "رباني" دي د امريکايې اهدافو د تحقق لپاره تبليغاتي کمپاين نه چلوي.
    دطالبانو اسلامي امارت په هغه تازه اعلاميه کې چي د پنجشنبي په ورځ يي خپره کړه يو ځل بيا د مذاکراتو په اړه خپاره شوي ټول راپورونه درواغ وبلل او ويي ويل چې داټول تش تبليغات دي. اعلاميي دسولي دعالي شورى رئيس استاد برهان الدين "رباني" څخه وغوښتل چې په دي ډول تبلغاتو سره دي نه پخوانۍ کيني پالي او نه دي د امريکايي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کمپاين چلوي. طالبان په داسي وخت کې دغه اعلاميه خپروي چي تيرو دوه اونيو کې په پرله پسې توګه يو شمير لويديځ مطبوعات ،امريکايي او افغاني چارواکي ا و هم ناتو وايي چي دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبري پيل شوي دي. افغان اسلامي اژانس د نورو معلوماتو لپاره دغه اعلاميه کټ مټ نشر ته سپاري. په دې وروستيو کې ددښمن له خوا دپيل شويو منظمو تبليغاتو او پروپاګندو په اړه داسلامي امارت ا علاميه دامريکادمتحده ايالاتو ترمشرۍ لاندې دافغانستان اشغالګرانو دکابل رژيم چارواکواويوشميرغربي مطبوعاتو په دې وروستيو کې په منظمه توګه هڅې پيل کړې دي ترڅو دمکررو تبليغاتو او اوازوخپرولو په توسط داسې وښيي چې ګوندې دافغانستان داسلامي امارت مجاهدين له دوي سره مذاکراتوته چمتو شوي دي اوپه دي برخه کې پرمختګ شوي . سره له دې چې ددې موضوع په اړه اسلامي امارت له وړاندې خپل دريځ څرګند کړي او داډول پروپاګندې يي په تبليغاتي برخه کې دښمن ته ورپاته يوازينۍ ناکامه حربه بللې ، مګر دښمن بياهم دخپلو تبليغاتي چينلونو اودسولې دشوري په عنوان داستخدام شوي جريان دمشرانو له لارې په تکراري ډول په ډيري سپين سترګئ سره همداخبري راغبرګوي اوسره له دي چي هيڅ کوم سند په لاس کې نلري خوبيايې هم دهرې ورځې دعوې او پروپاګندې له پخوانيو څخه بيلې او لاحيرانوونکې وي . دافغانستان اسلامي امارت ددښمن تکراري تبليغاتوته په پام سره نړۍ او اولس ته يوځل بياخپل دريځ ورپه يادوي چې ددښمن له خوا شوې ادعاوې هيڅ حقيقت نلري او نه تراوسه داسلامي امارت په نمايندګۍ کوم چا له دښمن سره تماس نيولي دي اونه هم دافغانستان داشغال په صورت کې مذاکرات دحل لاره بولي . په دې اړوند دبرهان الدين رباني په ګډون ځينو نورومعلوم الهويته شخصيتونو ته بايد ووايو چې دداډول بې حقيقته اوازو او پروپاګندو دبيابيا راغبرګولو له لارې دې پخوانۍ کينې نه پالي او نه دې دامريکايي موخو دترلاسه کولو لپاره تبليغاتي کمپاين چلوي اوديوه افغان په صفت دي دجنرال پيټراييس سره په هغه جوړه شويې طرح ( مرمۍ او خبرې ) کې مرسته نه کوي کومه چي دپنټاګان له لوري ورکړل شوي ده ځکه چي نوموړي جنرال غواړي چي داطرحه ستاسو په مټ په افغانستان کې په داسي ډول عملي کړي چي په نتيجه کې يې افغانستان خداي مکړه دابد دپاره دامريکا مستعمره وګر زوي . زمونږله انده دامريکايانواوکرزي له خوا ددې دروغجن کمپاين يوه بله موخه داهم کيداي شي ترڅو دکابل دفاسد او مفلوج رژيم پريوتي اعتبار دخلکو په وړاندې راژوندي کړاي شي او اولس ته داسې وښيي چې همدا رژيم کولاي شي دافغانستان دلانجې دحل په لاره کې موثر کارونه وکړي دافغانستان اسلامي امارت باور لري چې دبهرنيو يرغلګرو په وجود کې به دمذاکراتو او جوړجاړي هرډول هڅې بې ځايه وي چې دمومن اولس او هيواد په خيرهيڅ نتيجه به ترې راونه وزي ، له همدې امله يوځل بيا دافغانستان په اشغالګرانو غږکوو چې دبې ځايه تبليغاتو او فوځي عملياتو په ځاي دې له افغانستان څخه خپل فوځونه وباسي او افغانان دې پريږدي چې دسولې او خپلواکې په فضا کې سوکاله ژوند پيل کړي اوکه اشغالګرداسي نه کوي نودلازيات اقتصادي اوسياسي حيثيت بايللواودرنو تلفاتو ګاللوته دي انتظار وکړي . وماذالک علي الله بعزيز دافغانستان اسلامي امارت بايد وويل شې چي استاد برهان الدين "رباني" د سولي د هغه اويا (70)کسيزي شورى مشر دي کومه چي په دي وروستيو کې د جمهور رئيس حامد "کرزي" لخوا جوړه شوي څو دمخالفينو سره دجګړي دختميدو لپاره خبري وکړي خو تراوسه پوري داسي هيڅ ډول شواهد نشته دي چې ګوندي دطالبانو او حکومت ترمنځ خبري شوي دي. طالبان اوس هم د پخوا په څير په دي ټينګار کوي چي په افغانستان کې دبهرنيو قواوو د موجوديت پرمهال خبري کومه معني ا و مفهوم نلري. د طالبانو د اسلامي امارت څخه څو ساعته وړاندي د سولي عالي شورى په يوه ا علا ميه کې د حکومت د ټولو مخالفينو څخه و غوښتل چې د سولي دبهير سره مرسته وکړي خو طالبانو ډير ژر دي هر څه ته په خورا تنده لهجه ځواب ووايه. پاى





    .style1 { font-family: Verdana,Arial,Helvetica,sans-serif; }.footerlink { color: rgb(0, 0, 102); }.synlink { font-family: Verdana,Arial,Helvetica,sans-serif; text-decoration: none; color: rgb(0, 0, 0); font-size: x-small; }.marqueetext { clear: both; padding: 0px; display: block; margin: 0px; word-spacing: normal; font: 14px Pokhto,verdana,helvetica; vertical-align: top; text-transform: none; width: auto; color: rgb(0, 0, 0); direction: rtl; text-indent: 0px; letter-spacing: normal; height: auto; text-decoration: none; text-align: center; }.style2 { font-size: x-small; color: rgb(51, 51, 51); }
Working...
X