سږ کال د وژل شويو بهرنيو عسکرو شميره دبهرنيو عسکرو د تير کال د وژل شويو د شميري څخه لوړه شوه.
د سي شنبي په ورځ 2010-09-21 په افغانستان کې د ناتو د يوى هليکوپتري دغورځيدو په پيښه کې د نهو (9) بهرنيو عسکرو دوژل کيدو سره په افغانستان کې سږ کال د وژل شويو بهرنيو عسکرو شميره پنځه سوه اونهه ويشت (529) تنو ته لوړه شوه چې دغه شميره د تير کال د دولس مياشتو په پرتله زياته ده. تير کال د دسمبر تر يوديرشمي نيټي پوري په افغانستان کې ټول پنځه سوه او يوويشت (521) تنه بهرني عسکر وژل شوي وه چې سږ کال د سپتمبر ديو ويشتمي نيټي تر سهاره پوري په افغانستان کې دوژل شويو بهرنيو عسکرو هغه شميره چې ايساف وخت په وخت خپره کړي پنځه سوه او نهه ويشت (529) تنه شوله چې دافغانستان په تيره نهه کلنه جګړه کې ترټولو لوړه شميره ده. دروان کال پيښو وښودله چې دوه زره لسم ميلادي کال په افغانستان کې دبهرنيو عسکرو لپاره خورا خونړي او غم لړلي کال ؤ او سږ کال تر اوسه پوري هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه دوه (2) تنه بهرني عسکر وژل شوي دي. سږ کال څه کم لسو مياشتو کي د وژل شويو بهرنيو عسکرو شميره په داسي حال کې د تيرکال د دولس مياشتو د شميري څخه زياتيږي چې د دي کال لا څه د پاسه درې مياشتي (لږ ترلږه يو سل او نوي ورځي) نوري هم پاتي دي. ناتو او په ځانګړي توګه امريکايي قوما ندانان لا دي وړاندي څخه افغانستان کې د نورو سختو او خونړيو پيښو، شپو او ورځو خبري کوي ، طالبانو هم په بار بار د کلک مقاومت ا وبريدونو ګواښونه کړي نو داسي بريښي چې په روان کال کې به د طالبانو او ملکي وګړو د تلفاتو ترڅنګ د بهرنيو قواوو مرګ ژوبله هم زيا ته شي چې په حقيقت کې دا ډول خبرونه د ناتو د غړيوهيوادونو او د هغوي د ملتونو لپاره چندان ښه پيغام ندي. پاىaf
afg