د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي په دې وروستيو کې جرمني هېواد ته له بلخ څخه راتښتيدلي يو افغان تجار وايي ، چې دی دې ته اړ شو ، چې د عطامحمد نور د زوی خالد له ﻻسه خپل هېواد پريږدي .دغه افغان تجار ، چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي ، له ازبکستان څخه يې فلزي ميلې او نور د ساختمانۍ توکي واردول وايي ، چې خالدعطا ده ته د تيلفون په کرښه وويل ، چې بايد يو لک او شل زره ډالره ده ته ورکړي او کنه بيا دې ګيله نه کوي . ياد شوی افغان تجار ورته ويلي ، چې زه تا نه پېژنم او دا کار نا شونی دی. د څو ورځو په تيريدو سره د دغه افغان تجار ماشومه لور وتښتول شوه او د پيسو غوښتنه بيا ورته تکرار شوه .دغه افغان تجار ورته وويل ، چې زه خو دومره پيسې نلرم ، چې دريې کړم خو د جنګساﻻر عطا زوی ورته ويلي ، چې تاسو د څلور لکو ډالرو يوه معامله په همدې ورځو کې ترسره کړې ده . افغان تجار بيا ورته وويل ، چې تر اوسه مې د هغې پيسې نه دي تر ﻻسه کړي . خالد عطا په ځواب کې ورته ويلي ، چې تاسې په کابل بانک کې يو لک او شل زره ډالره لرئ هغه ماته راکړه.
کله چې دغه افغان تجار بې ځوابه شو له ناچارۍ يې پيسې ورکړې او خپله لور يې وژغورله . دغه افغان تجار زياتوي ، چې وروسته له څو مودې د عطا محمد زوی بيا ورته تيلفون وکړ او ويل يې ، چې اوس خو زما او ستا پېژندګلوي شوې دا ځل مې لږې په کار دي او 60 زره ډالره راکړه . په پای کې دغه افغان تجار دې ته اړ شو ، چې خپل هېواد پرېږدې او مهاجر شي .
د يادولو وړ ده ، چې د عطا محمد نور زوی خالد او وراره يې مشتاق هم ساختماني شرکت لري او هم د خلکو د تښتولو لپاره يې يو بل شرکت جوړ کړی او په يو زيات شمېر تښتونو او جنايي پېښو کې ﻻس لري .rohi.af.com
ورستي خبرونه ...
