داسپانیې سرتیرو پرافغاني ښځي دتیري هڅه کوله
دخپریدو نیټه 2010-08-25 مدبادغیس څخه تازه رارسیدلي راپورونه کاږي چي نن د افغان سرتیري لخوا په قلعه نو کي داسپانیې دوه سرتیري هغه مهال ووژل سول چي غوښتل ئې دیوې افغان میرمني څخه په عام محضر کي حجاب لیري کړي . او ددوی دغه ساتونکي دخپل افغاني غیرت لمخي دغه بهرني سرتیري ووژل
دغه پیښي دعامو خلکو غوصې راوپارولې اوپه قهرجن ډول ئې د پي ار ټي پر ځائې مرکز هجوم وروړ چي دهغو لخوا ورباندي ناتار ډزي وسوې .او په ترڅ کي ئې لسګونه کسان ژوبل سول
دپیښي عیني شاهدانو بېنوا ته ولیکل چي افغانان هغه وخت وپاریدل چي دغه بهرني سرتیرو دیوې افغان میرمني څخه په زوره دحجاب دلیري کیدو کوښښ وکړ خو دهغوی دخپل ساتونکي لخوا په ډزو ووژل سول .
دپیښي یو بل عیني شاهد جنت ګل دبېنوا ددې پوښتني په جواب کي چي طالبانو دپیښي پړه په ځان منلې څنګه داادعا ثابتیدای سي ؟ وویل (طالبان اوس خدای او عالم دواړو ته شرمیدلي خلک دي ، دوی کي داسلامیت نښي نه ترسترګو کیږي ځکه طالب په ژوند درواغ نه وائې . زه دهمدې قاری یوسف نه دا پوښتم چي تاسي موږ ته دغه ثابته کړی چي دغه خلکو ولي مظاهره وکړه او ولي دا ۲۰ کسان ټپیان سول ؟ ،ددوی لپاره همدا یوه پوښتنه مرګ دی )
دپیښي یو بل عیني شاهد هم چي نه ئې غوښتل نوم ئې خپور سي بېنوا ته په بریښنالیک کي ورته بیان لیکلی او ویلي دي چي موږ مظاهره نه دافغان سرتیري او نه هم دبهرنیو سرتیرو په مرک کړې ، زموږ مظاهره زموږ د پت او عزت لپاره وه او دغه سرتیرو د افغاني او اسلامي کلتور خلاف زموږ پر یو خور دتیري هڅه کوله . نوموړي د بادغیس څخه د اسپانیاوي سرتیرو د وتو غوښته کړې او دولت ته ئې ګواښ کړی چي که اقدام ونه کړي نو وسلې ته په لاس کړي په وړاندي به ئې دجنګ لاره غوره کړي
یاده دي وي چي بادغیس والي دلبرجان داسپانیې دسرتیرو ننګه کړې او دا کار ئې دطالبانو بللی دی . او طالبانو هم دپیښي پړه په ځان منلې . خو دلته دمظاهرې درامنځته کیدو اصلي علت لا تر اوسه دواړو غاړو ندی ویلی .
ددې مظاهرې ځیني ویډیو ئې کلپونه په لاندي لینکونو کي کتلای سی
http://www.nrk.no/nyheter/verden/1.7262868
http://www.vg.no/nyheter/utenriks/ar...artid=10017945
http://www.dagbladet.no/2010/08/25/n...nato/13107279/
benawa.com