خوست کې ناټو صليبي سرتېرو يوه مسلمانه غيرتي ميرمن په شهادت ورسوله. 21-08-2010
خوست (روهي رپوټ) خوست کې ناټو پر يوه کور باندې د عملياتو په لړ کې يوه ښځه په شهادت رسولې ده. د ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې د خوست په ناآرامه وﻻيت کې د عملياتو په لړ کې يوه ښځه وژل شوې. ناټو وايي، چې د مخالفينو د يوه تن د نيولو لپاره يې پر يوه کور باندې بريد وکړ ، خو په عملياتو کې يوه ښځه وروسته له هغې ووژل شوه ، چې له يوې کوټې يې د وسلې ميل ښکاريده . د دوی په وينا ، چې په دوديزه توګه افغان ښځې په بهرنيو سرتېرو پسې وسلې راخلي له همدې لامله پرې سرتېرو ډزې وکړې. سرچينې په دې پېښه کې د يوې بلې ښځې د ټپي کيدو خبره هم کړې ده. د پاملرنې وړ ده ، چې بهرنيان د افغانستان د تاريخ او کلتور په هکله نيمګړي مالوت لري او کنه دوی ته بايد د ملالۍ ميوندي په څېر د ننګياليو ښځو کارنامې څرګندې وای . په خوست وﻻيت کې دغه شهيدې ښځې هم د مقاومت لپاره وسله راپورته کړې وه او پر دښمن يې ډزې کولې او د خپل کور بې غزتي يې نشوه منلی. د يادولو وړ ده ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو غيرمسؤﻻنه عمليات او دملکي او بيگناه خلکو وژنه همداسې دوام لري. دوه ورځې دمخه هم د ننګرهار د سره رود په سيمه کې دوه تنه ولسي خلک په خپل کور کې د بهرنيو سرتيرو له خوا په شهادت رسيدلي و.