Announcement

Collapse
No announcement yet.

له افغانستانه دامريکايي ځواکونو دوتلو ني

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • له افغانستانه دامريکايي ځواکونو دوتلو ني

    له افغانستانه دامريکايي ځواکونو دوتلو نيټه به تغيير ونه مومي – سپينه ماڼۍ. 18-08-2010
    واشنگټن (فرانس پريس) سپینه ماڼۍ وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه نه بدلیږي سپینه ماڼۍ وايي، د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل نېټه نه بدلېدونکې ده او په دې برخه کې هیڅ راز شک نشته. په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیويډ پېټریوس تېره ورځ له nbc ټلویزیون سره په مرکه کي وویل چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پیل له شرایطو سره تړلی کار دی او که شرایط سم نه وه، نو ښايي د ځواکونو په وتلو کي ځنډ راشي. خو د سپینې ماڼۍ ویاند ”بل بورتون“ خبریالانو ته وویل چي د جنرال پیترایوس څرګندونې په ناسمه توګه نقل شوي دي.د سپیني ماڼۍ ویاند وویل، د پیتریوس په خبرو کي یو نازک ټکی شته چي سمه تجزیه او تحلیل غواړي. د ده په وینا امریکايي جنرال ټینګار کړی، چي ټاکلې نېټه پر خپل ځای ده او د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل په اړه د پرېکړي په برخه کي د ولسمشر او امریکايي پوځي قوماندانانو په دريځ کي هيڅ راز توپیر نسته.
Working...
X