یو برتانوﺉ او یو اسټرالوﺉ پوځی ووژل سو
د انګلستان د دفاع وزارت لږ شېبه مخکی اعلان وکړ چی یو انګریز عسکر د خپلو هغو زخمونو څخه مړ سو چی یوه اوونۍ مخکی د هلمند په نهرسراج کی طالبانو ویشتلی و . دا د برتانوي پوځ ۳۳۱م پوځی دی چی خپل آرام ژوند په نا آرام مرګ سره بدلوی .
د یو بل خبر له مخی چی د اسټرالیا « ۳ ـ نیوز » شبکې ورکړ ، ویل کیږی چی نن د کندهار ولایت په شمال کی د خاصو ځواکونو یو افسر د طالبانو لخوا وویشتل سو او وروسته د زخمونو څخه مړ سو . دا اتلسم اسټرالیایی پوځی دی چی په افغانستان کی یې خوږ ژوند په تریخ مرګ سره اوړی .
( ن . صمد )