Announcement

Collapse
No announcement yet.

جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید ک®

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید ک®

    جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید کې وژل شوی دی''
    2 ساعتونه مخکې
    دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک دا له نورو سره شریک کړئ Messenger دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر دا له نورو سره شریک کړئ بریښنالیک شریک یې کړئ
    بي بي سي
    تازه معلومات ښيي، د کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده.
    کندهار کې یوه جګپوړي افغان چارواکي بي بي سي ته تایید کړه، چې دغه پېښه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس مومن حسن خیل، د ولایت دبشري منابعو مشر عزیز احمد شیخل او د ملي تلویزیون کمره مین محمد سلیم انګار وژل شوي دي.
    ویل کېږي چي پېښه کې والي زلمی ویسا سخت ټپي شوی او روغتون کې یې درملنه کېږي.
    لومړني مالومات ښي، دغه برید د والي یوه ساتونکي کړی دي.
    افغانستان کې دېره بهرنیو ځواکونو ویلي، دغه پېښه کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر ته زیان نه دی اوښتی. د ناټو یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه پېښه کې دوه امریکایان ټپیان شوي دي.
    بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.
    ولسمشر غني له جنرال رازق سره څه کوي؟
    جنرال رازق: پاکستان د طالبانو او داعش د یو ځاي کېدو هڅه کوي
    'جنرال رازق د بندیانو ربړونه کې ښکېل نه دی'
    جنرال رازق: له پولې هاخوا اورپکي په نښه کړئ
    د کندهار میرویس روغتون یوې سرچینې په وینا دغه روغتون ته یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي. ویل کېږي، چې پېښه کې افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي.
    کندهار
    نن د کندهار ولایتي ماڼۍ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه قومندان میلر او افغان چارواکو تر منځ غونډه وه.
    د جنرال عبدالرازق لنډ ژوند لیک
    څو دېرش کلن جنرال عبدالرازق افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال څه موده بندي و، خو وروسته تښتېدلی و.
    د نوموړي پلار او تره طالبانو وژلي و. له ورستي بریده مخکې، چې نوموړی پکې ووژل شو، پرې شپږ ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې پکې ژوندی پاتې شوی و.
    جنرال رازق د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو قومندان شو.
    وروسته کندهار ښار ته وغوښتل شو او ۲۰۰۸ کال کې یې لومړی ځل د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته د کندهار محله جات کې د افغان ځواکونو خپلواک عملیات پیل کړل.
    ۲۰۱۱ کال کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته جنرال رازق د هغه ځای ناستي په توګه وګومارل شو.
    د امنیې قومندان په توګه د کندهار امنیت په ټینګښت کې د نوموړي رول خورا مهم بلل کېده.
    جنرال رازق د طالبانو سخت مخالف بلل کېده او د دې تر څنګ د پاکستان پر ضد د توندو نیوکو او څرګندونو له کبله هم مشهور و.
    پر نوموړي تورونه و، چې شخصي زندانونه لري، پر تښتولو، ځورونې او بشر ضد جرمونو هم تورن و، خو هغه تل دغه تورونه ردول.
    څو ورځې مخکې د ده په مشرۍ ځواکونه پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره وجنګېدل.
    له نوموړي درې مېرمنې او ۱۳ ماشومان پاتې دي.
    رپوټونه وايي، نننۍ پېښه د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د مېلمنو وتلو پر مهال پېښه رامنځته شوه.
    نور جزیات لږ وروسته
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X