هلمند: د ايساف چورلکي بيلودين
په هلمند کي د بهرنيو سرتېرو يوې چورلکي بيړنۍ ناسته وکړه.
د هلمند د والي وياند داود احمدي رسنيو ته وويل چې نن سهار وختي ددي ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو يوې چورلکي بيړنۍ ناسته کړي ده.
دده په خبره چې په دي ناسته کې د چورلکي يو تن عمله ژوبل سوى دى او بل چاته پکښې زيان نه دى رسيدلى.خو د چورلکي د بيړنۍ ناستي د علت په هکله يي څه ونه ويل
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې دغه چورلکه ددوى له خوا راغورځول سوي ده او پکښې څلويښت سرتېري يې وژلي دي.
دا چورلکه په داسې حال کې راغورځول کيږي چې دي ولسوالۍ ته نن ددي ولايت امنيه قومندان عبدالحکيم انګار هم تللى دى.
دغه ولسوالي په دي ورستيو کې د يو شمېر امنيتي پېښو شاهده وه او درې ورځي وړاندي پکښې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو له خوا عمليات هم تر سره سول.
چارواکي وايې چې دا مهال هم ددي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات هم دوام لري.
benawa.com
ړنۍ ناسته وکړه