د
بادغيس کې يوه مېرمن په ډزو وژل شوې ده - BBC Pashto
افغانستان شمال لوېديځ کې د بادغيس ولایت چارواکو په دغه ولايت کې د "طالبانو له خوا د يوې صحرايي محاکمې پر مهال د يوې مېرمنې د وژلو" پېښه تاييد کړې ده.
د بادغيس ولايت د پوليسو مشر عبدالروف تاج بي بي سي ته ويلي، طالبانو دغه ۲۵ کلنه مېرمن د ډسمبر پر ۱۷ نېټه د "دايزنګي" په سيمه کې د خلکو په وړاندې په ډزو ویشتلې ده.
خو بلخوا طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او وایې په دې پېښه کې ښکېل کسان يې نيولي او سزا به ورکړي.
ښاغلي تاج زياته کړه، "دې مېرمنې دوه ځله واده کړی و، چې د لومړي خاوند په غوښتنه طالبانو دغه مېرمن وژلې."
بلخ کې د ليدنې پر مهال يوه بندي خپله مېرمن وژلې
طالبانو هلمند کې یو سړی د خپلې ښځې د قتل په تور 'قصاص' کړی
د بادغيس ولايت امنيه قومندان ويلي، "دغه مېرمن شيږ یا اته میاشتې وړاندې له خپل خاونده جلا شوې وه، طلاق يې ترې اخيستی او له بل چا سره يې واده کړی و. خو لومړي خاوند يې طالبانو ته مراجعه کړې وه او د طلاق له ورکولو يې انکار کړی و".
د بادغيس ولايتي شورا غړی محمد ناصر نظري بيا وايي، چې د دې ښځې پخوانی مېړه خپله له طلاق سره "موافق و او له ايرانه يې په غيابي ډول طلاق کړې وه".
خو د ده په وينا کله چې له ايرانه بېرته راستون شو، ويل يې دا پرېکړه نه منم او طالبانو ته يې مراجعه کړې وه. د طالبانو يوې محکمې پرېکړه وکړه چې ښځه دې له نوي مېړه جلا شي او د خپل پلار کور ته دې ولاړه شي.
ښاغلي نظري زياته کړه، دغې مېرمنې دوه ماشومان هم خپل مېړه ته سپارلي وو او د خپل پلار په کور کې وه چې طالبان په يوه صحرايي محاکمه کې ووژله.
هغه ځای چې دغه پېښه په کې رامنځ ته شوې د حکومت له کنټروله وتلی او د طالبانو تر ولکې لاندې دی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.