امريکايي عسکرو کابل ښاريانو ته مرګ ژوبله واړوله
د کابل له ښار څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د امريکا ځانګړو پوځيانو يا سپېشل فورس پر کابل ښاريانو ډزي کړي چي درې تنه يې وژلي او څو نور يې ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د امريکايي پوځيانو يو موټر د ملکي کسانو له موټر سره ټکړ وکړ، د دوى دغه عمل د ښاريانو غوصه راوپاروله، د بهرنيانو پر کتار يې حمله کړې، يو موټر يې سوځلى چي يو افغان پوليس يې له امله ټپي سوى دئ.
تر پېښي وروسته امريکايي ځواکونو پر ښاريانو ډزي کړي چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده، عيني شاهدان وايي ښايي د پېښي قربانيان تر دې هم ډېر سي.
تر اوسه لا افغان حکومت او امريکايي پوځيانو په دې هکله خپل دريځ نه دئ څرګند کړى.
دا پېښه پرداسي مهال رامنځته کېږي چي د ناټو ځواکونو نوي قومندان جنرال پيټريوس دوې ورځي دمخه خپلو پوځيانو ته وويل چي د افغانانو عنعناتو ته درناوى وکړي او د مېلمنو!؟ په شان ژوند وکړي.

سلېمان