کابل کې د فرانسې کلتوري مرکز دننه په یوه ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي وايي ځانمرګی بریدګر شاوخوا ۱۷ کلن و.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چاودنه د پنجشنبې پر ماښام د کلتوري مرکز دننه هغه مهال وشوه چې خلک په کې د تیاتر د یوه نندراتون د لیدو په حال کې وو.
یو عیني شاهد علي طاهری چې له چاودنې وروسته له سیمې تښتېدلی و وویل د تیاتر ننداره یې کوله چې د تالار دننه چاودنه را منځ ته شوه.
نوموړي وویل له چاودنې وروسته د وتلو دروازې خلاصې شوې او یو شمېر نندراچیان وتښتېدل.
د فرانسې کلتوري مرکز کابل کې د استقلال لیسې تر څنګ او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.
د بهرنیو چارو وزرات، د سرینا هوټل او ځینې نورې مهمې حکومتي ادارې د دغه مرکز سره په نږدې سیمه کې پرتې دي.
په تېرو څو کلونو کې د فرانسې کلتوري مرکز د لسګونو پروګرامونو، د سینما جشنوارو، تیاتر او د موسیقۍ کنسرتونو کوربتوب کړی دی.
دغه مرکز د فرانسې د حکومت په مالي مرسته فعالیت کوي.
کابل کې د بي بي سي خبریال کاوون خموش وايي چاودنه د نندراتون تالار دننه شوې چې په تېرو څو اوونیو او میاشتو کې یې نږدې هره ورځ کلتوري پروګرامونه درلودل.
د بشري حقونو اوونۍ هم څو ورځې وړاندې د آرمانشهر بنسټ په همکارۍ په همدغه کلتوري مرکز کې ولمانځل شوه.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته د افغانستان نور مطالب
کرزی: د افغان بندیانو ربړولو په اړه د غني دریځ ستایم
بشپړ متن ولولئ کرزی: د افغان بندیانو ربړولو په اړه د غني دریځ ستایم
شینډنډ کې جګړه پای ته ورسېده
بشپړ متن ولولئ شینډنډ کې جګړه پای ته ورسېده

- 3 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ کرزی: د افغان بندیانو ربړولو په اړه د غني دریځ ستایم
شینډنډ کې جګړه پای ته ورسېده
- 2 ساعتونه مخکې