امریکا د طالبانو لوړپوړی قومندان پاکستان ته سپارلی
شریک یې کړئ
لطیف الله محسود د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله محسود نه وروسته دوهم لوړپوړی قومندان و. راپورونه وايي امریکا په افغانستان کې بندي د پاکستاني طالبانو قومندان لطیف الله مسعود پاکستان ته سپارلی دی.
امریکا د دې خبر پخلی کړی چې دوی درې پاکستانیان سپارلي خو دا یې نه دي ویلي چې په دوی کې ښاغلی مسعود هم و. پاکستاني چارواکو ویلي چې مسعود خوشې شوی دی.
ویل کېږي دغه درې کسان افغانستان کې امریکا سره په بګرام اډه کې بندیان وو.
د افغان ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ویلي چې لطیف الله مسعود د افغان چارواکو سره په بند کې نه و.
خبریالان وايي د لوړپوړو طالب مشرانو بېرته خپل هېواد ته سپارل یوه خورا ناعادي خبره ده.
دوی وايي دا ښايي د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو یوه هڅه وي. د خوشې کېدو جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي.
اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه بیانیه کې ویلي:
"موږ د دې خبر پخلی کوو چې امریکا درې پاکستانيان چې افغانستان کې د امریکا په بند کې وو د پاکستاني چارواکو سره له سلامشورو او د دوی له خوا د دې ډاډ تر لاسه کولو وروسته پاکستان ته سپارل شوي چې دوی سره به انساني چلند کېږي".
"موږ د بندیانو په اړه مالومات نه شو ورکولی".
تودېدونکې اړیکې
لطیف الله مسعود د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله مسعود، چې تېر کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید کې ووژل شو، نه وروسته دوهم لوړپوړی قومندان و.
نوموړی د ۲۰۱۳ کال نومبر د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو له خوا پاکستاني پولې ته نږدې ونیول شو او بیا له امریکا سره د بګرام په اډه کې بندي و.
هغه مهال داسې نا تاید شوي راپورونه وو چې نوموړی د بندیانو د تبادلې په تړاو له خبرو اترو وروسته پاکستان ته پر لاره وو چې ونیول شو او ویل کېږي د هغه نیول کېدل د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي غوسه راپارولې وه.
دغه وروستي پرمختګ داسې اوازې را پورته کړي چې ښايي د بندیانو تبادلې کار روان وي.
داسې ښکاري چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په ښه کېدو دي.
دواړو هېوادونو څو ځلې پر یو بل د اورپکو پر ضد د ګام نه اخیستلو تور لګولی دی.
په وروستیو کې د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني ویلي هغه هوډ لري طالبانو سره د جګړې یوه سولیزه حل لاره پیدا کړي.
په تېر کې هم طالب بندیان د سولې خبرو اترو د بریالیتوب په موخه خوشې شوې دي.
د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو سره د فبرورۍ په میاشت کې خبرې اترې پیل کړې دي.
دغه سخت دریځه ډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان حکومت سره په جګړه کې ښکېله ده چې تر اوسه یې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي دي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
د افغانستان نور مطالب
کندهار او بلخ کې شپږ افغانان وژل شوي
بشپړ متن ولولئ کندهار او بلخ کې شپږ افغانان وژل شوي
هرات کې له ګرافیک هنر نه ۱۵ نجونې فارغې شوې
بشپړ متن ولولئ هرات کې له ګرافیک هنر نه ۱۵ نجونې فارغې شوې
هېګل: افغانستان کې به ۱۰۰۰ نور سرتېري هم پاتې شي
بشپړ متن ولولئ هېګل: افغانستان کې به ۱۰۰۰ نور سرتېري هم پاتې شي
ډېر لوستل شوي
- 7 دسمبر 2014 - 16 لیندۍ 1393

- 6 دسمبر 2014 - 15 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ هېګل: افغانستان کې به ۱۰۰۰ نور سرتېري هم پاتې شي
ډېر لوستل شوي
- 1 امریکا د طالبانو لوړپوړی قومندان پاکستان ته سپارلی
- 2 کندهار او بلخ کې شپږ افغانان وژل شوي
- 3 د عراق انبار کې "داعش" د البو نمر قبیلې ۱۶ کسان اعدام کړي
- 4 تهران وايي عراق کې یې پر "داعش" بمبار نه دی کړی
- 5 هرات کې له ګرافیک هنر نه ۱۵ نجونې فارغې شوې
- 6 بالنګ کې د حمید حسن ځانګړی ویاړ
- 7 انګلستان غوره لیګ: ویسټهم سوانسي ته ۳-۱ ماته ورکړه
- 8 پښتونخوا کالم - د پښتنو لويه جرګه نتيجه نه لري