لاریون کوونکو کابل کندهار لاره تړلې
شریک یې کړئ
ځاي اوسیدونکې ادعا کوي، چې دهاوان مرمۍ د افغان پوځیانو له خوا د دوې پر کورنو توغول شوې د زابل په شاه جوی کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د یوې ماشومې نجلۍ په شمول پنځه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ځاي اوسیدونکې ادعا کوي، چې دهاوان مرمۍ د افغان پوځیانو له خوا د دوې پر کورنو توغول شوې، چې په غبرګون کې یې نن سهار(دسمبر ۱) سلګونو ځايي اوسیدونکو د کندهار- کابل لویه لاره د ترافیک پر مخ تړلې ده.
خو سيمه یيز چارواکي وايي، مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې ده او د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلې ده.
د عبدالله په نوم یو لاریون کونکی وایي، تر هغو به لاره نه پرا ننیزي چې حکومت ورسره انصاف ونه کړي.
د زابل مرستيا والي محمدجان رسوليار د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، چې په پېښه کې ۷ تنه ټپيان شوي او ۳ تنه وژل شوي دي، چې وايي ماشومان هم په کښې شامل دي.
محمد جان رسولیار وايي:"تېره ورځ شاوخوا ۲ بجې وسله والو مخالفینو د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی او د دغه برید په ترڅ کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي."
سيمه یيز چارواکي وايي، مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې ده او د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلې ده رسولیار وايي، سیمې ته پلاوی استول شوی چې د ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټوي، ځکه په دغه لاره ولسي وګړي تګ راتګ کوي او په لاره کې ناروغان چې د درملنې په موخه له کوره را بهر شوي د لارې د پرانیستل کېدو په تمه دي.
نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ویل کېدل، دغه برید محلي پولیسو کړی، وايي چې محلي پولیس درنه وسله نه لري.
د نوموړي په وینا، دغه ادعا وې د مخالفینو په هڅه تر سره کېږي، چې غواړي محلي پولیس له سیمې بهر شي، ځکه چې محلي پولیسو په سیمه کې سوله او ټیکاو را منځ ته کړي دي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
ورته مطالب
د افغانستان نور مطالب
بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
بشپړ متن ولولئ بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي
بشپړ متن ولولئ خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي
ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی
بشپړ متن ولولئ ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی
ډېر لوستل شوي
- 5 ساعتونه مخکې

- زابل کې چاودنې ۹ کسه وژلي او ۱۰ يې ټپيان کړي
29 جولای 2013 - 07 زمری 1392
- زابل کې وسله والو ۶ کسه له تښتولو وروسته وژلي
6 نومبر 2013 - 15 لړم 1392
- وسله والو د ايران د زابل عمومي څارنوال وژلی
6 نومبر 2013 - 15 لړم 1392
د افغانستان نور مطالب
بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
- 1 دسمبر 2014 - 10 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي
- 1 دسمبر 2014 - 10 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي
ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی
- 30 نومبر 2014 - 09 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی
ډېر لوستل شوي
- 1 هند کې د ښځو د مبارزې ویډیو په چټکۍ خپرېږي
- 2 لاریون کوونکو کابل کندهار لاره تړلې
- 3 پښتونخوا کالم - د افغان ملت يو سپين سړى
- 4 د اېډز ناروغي له کومه را پیدا شوه؟
- 5 بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
- 6 ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی
- 7 مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی
- 8 خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي
- 9 د منګل سلیزې هم افغانستان له ماتې و نه ژغوره