د کابل ښار په شپږمې حوزې کې وسله والو کسانو د بهرنیانو پر یوه مېلمستون برید کړی دی.
د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر بي بي سي ته وویل په دغې پېښې کې تر اوسه یو بریدګر وژل شوی او دوه نور له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.
د ښاغلي ظاهر په وینا برید د بهرنیانو چې د ښاري پراختیا په برخه کې کار کوي پر میلمستون شوی دی.
ویل کیږي چې له مېلمستون سره په خوا کې یوه کور اور هم اخیستی دی.
سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او د سپکو او درنو ډزو غږونه لا هم اورېدل کیږي.
د کابل په لویدیځ کې عیني شاهدانو ویلي چې د کارته سې په سیمه کې یې د چاودنې غږ اورېدلی او اوس د ډزو غږ هم اورېدل کېږي.
شاه حسین مرتضوي، د ۸ صبح ورځپاڼې مشر چې د پېښې مرکز ته نژدې دی بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او پولیس هم ودانۍ ته ننوتي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې په ځای کې موجودو پولیسو ویلي چې درې ځانمرګي بریدګر د بهرنیانو یوه مېلمستون ته ورننوتل، یوه یې په ودانۍ کې دننه ځانمرګی برید وکړ او دوه نور یې اوس له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
پولیسو ښاغلي مرتضوي ته ویلي چې کېدای شي په ودانۍ کې مېشتو بهرنیانو ته هم زیان رسېدلی وي.
د ۸ صبح ورځپاڼې دفتر د دغه مېلمستو په ګاونډ کې دی.
د کابل د شپږمې حوزې پولیسو د بي بي سي خبریال ته پېښه تائيد کړې خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو هم پر خپلې ټوېټر پاڼه د دغې پېښې مسوولیت په غاړه اخېستی او ویلي يې دي چې ځانمرګو برید ګرو په کابل کې د "عیسویت د تبلیغ په یوه مرکز" برید کړی.
د افغانستان مرکز کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم له تېر څه وخت راهیسې بریدونه زیات شوي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته د افغانستان نور مطالب
هلمند کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
بشپړ متن ولولئ هلمند کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
ننګرهار کې د جومات د ننه چاودنې ګڼ کسان ټپیان کړي
بشپړ متن ولولئ ننګرهار کې د جومات د ننه چاودنې ګڼ کسان ټپیان کړي
مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی
بشپړ متن ولولئ مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی
ډېر لوستل شوي

- 28 نومبر 2014 - 07 لیندۍ 1393

- 1 وسلوالو کابل کې پر یوه بهرني مېلمستون برید کړی
- 2 مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی
- 3 "امریکا د اسلامي دولت ډلې په ځپلو کې پاتې راغلې"
- 4 مصر: حسن مبارک د وژنو قضیې کې بې ګناه بلل شوی
- 5 هلمند کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
- 6 ننګرهار کې د جومات د ننه چاودنې ګڼ کسان ټپیان کړي
- 7 د لوبغاړو مړینه ولې خلک ډېر دردوي؟
- 8 ماينونو د کندهار د غورک ولسوالۍ لارې تړلې دي
- 9 افغانستان لومړۍ لوبه له سختې سیالۍ وروسته وبایلله