Announcement

Collapse
No announcement yet.

پر شکریه بارکزۍ ځانمرګی برید وسو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پر شکریه بارکزۍ ځانمرګی برید وسو

    څو شېبې مخکي د ولسي جرګې پر غړې شکریه بارکزي ځانمرګی برید سو.
    د شکریې بارکزۍ د موټرو کتار چي د دارالامان پر سړک د پارلمان خواته روان وو د ځانمرګي تر بریدلاندي راغی. په برید کي شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کیږي چي مېرمن بارکزۍ هم په زخمي حالت کي روغتون ته وړله سوېده.
    یوې سرچینې د شکریې د زخمي کېدلو تر څنګ د هغې د یوې لور د وژل کېدو خبره وکړه خو دا خبره تر اوسه نه ده تایید سوې.
    شکریه بارکزۍ په ولسي جرګه کي د یواځینیو څو کسانو څخه ده چي په قانوني مسایلو پوهیږي او حساب باندي کیږي.



    ©
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X