Announcement

Collapse
No announcement yet.

سروې : ناټو افغانستان د خپلو ګټو لپاره نیول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سروې : ناټو افغانستان د خپلو ګټو لپاره نیول

    سروې : ناټو افغانستان د خپلو ګټو لپاره نیولی دی
    رویټر راپور ورکوی چی د افغانستان په هلمند او کندهار کی « د امنیت او انکشاف لپاره نړیوالی شورا » د ۵۵۲ کسانو څخه یوه ټولپوښتنه کړې چی اکثریت ( یعنی ۵۵٪ ) ورته ویلی چی ناټو افغانستان د خپلو ګټو لپاره نیولی او غواړی چی زموږ هېواد تباه او یا اشغال کړی او اسلام له منځه یوسی . ۷۵٪ ورته ویلی چی بهرنیان زموږ دین او دود دستور ته په سپکه سترګه ګوری ، ۷۴٪ ورته وویل چی د بهرنیانو سره کار کول غلط کار دی ، ۶۸٪ ورته وویل چی ناټو موږ نسی ساتلای ، ۶۵٪ ورته وویل چی طالبان او د هغوی مشر ملا محمد عمر دې د حکومت سره یو ځای سی ، ۷۰٪ ورته وویل چی زموږ په سیمو کی وروستي پوځی عملیات د افغانانو لپاره مضر وو ، ۵۹٪ خلکو په کندهار کی د ناټو د آینده پوځی عملیاتو سره خپل مخالفت وښود ، ۷۱٪ ورته وویل چی که ناټو امنیتی چاری حکومت ته وسپاری نو طالبان به ډیر ژر بیرته را سي ، ۶۱٪ ورته وویل چی په تیر یو کال کی د طالبانو سره د افغانانو یو ځای کېدل زیات سوي دي .
    د دې جوړښتون ریًسه « نورین مک ډونالډ » دې نتیجې ته ورسېده چی : « موږ په دې کی ناکامه سوي یو چی ځانونه او خپل اهداف افغانانو ته توضیح کړو . دغه کار د طالبانو او القاعده تبلیغاتو ته د لویدیځ پر ضد ښه زمینه برابره کړې ده . »
    دا ټولپوښتنی او د افغانانو منفی غبرګون په داسی وخت کی خپریږی چی میرمن کلنټن د همدې کار لپاره کابل ته روانه ده .

    ( ن . صمد )
    
Working...
X