Announcement

Collapse
No announcement yet.

مظاهره چیانو په هرات کې د ایران پر کونسلګر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مظاهره چیانو په هرات کې د ایران پر کونسلګر

    - له هرات څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې قهرجنو مظاهره چیانو نن په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وکړه او له پولیسو سره د مظاهره چیانو د اخوډب په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي. په هرات کې امنیتي ځواکونه د یوه تن مظاهره چي وژنه تاییدوي خو مظاهره چیان وايي چې لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.
    راپورونه وايي چې قهرجنو مظاهره چیانو د ایران پر کونسلګرۍ یرغل وروړی، د هغې ځینې برخو ته یې اور ورته کړی دی خو دیپلوماتانو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
    مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نارې وهلې چې د ایران کونسلګري دیپلوماتیک مرکز نه بلکې د جاسوسۍ ځاله ده.
    ویل شوي چې دا مظاهره وروسته له دې شوې چې یو شمېر خلکو تور پوري کړ چې د ایران کونسلګرۍ د وېزې د ورکولو لپاره سړي سر څلور سوه یورو ورڅخه اخیستي خو له څو میاشتې انتظار وروسته حال نه ورکوي چې وېزه ورکوي او که یې نه ورکوي.
    تر دې مخکې هم د په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ پر ضد څو ځلي مظاهرې شوي او دا کونسلګري یې په هرات کې د افغانانو په منځ کې د قومي او مذهبي اختلافاتو په پارولو تورنه کړې ده.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X