
دا ډېره دافسوس خبره ده چې دافغانستان او پاکستان داړیکو په اړه عمومي نظرمنفي دی .دا فکر ددواړو هیوادونو دښې ماضي برخلاف دی .دواړه قومونه (افغانان اوپاکستانیان) دټینګو اړیکو په مزیو تړلي دي او دعامو خلګو تر منځ داړیکو دجوش او اخلاص جزبات ښکاري چې بنیاد یې کلتوري ،مذهبي ژبني او نسلي دي .
ما په وارو وارو ویلي دي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دومري څه شریک دي چې دواړه دغبرګولیو ماشومانو په څېر دي . ددغه ساده مثال په رڼا کې هغه تاریخي حقیقت ته کتل په کار دي چې دواړه هیوادونو په همغږۍ له یوبل سره ژوندي پاتې کېدل زده کړي او دواړه خوشحاله ژوند ولري .
موږ څنګه هغه وخت هیرولای شو چې دېرش کاله وړاندي پاکستاني ولس په خورا خوښي سره دلاکونو افغان کډوال په ورین تندي استقبال وکړو .دتل په څېر اوس هم ددواړو هیوادونو دولسونو اړیکي له یوبل سره نېژدې او ښې دي .
تر (۷۰۰۰۰)اویا زره زیات پاکستانیان په افغانستان کې په بیلا بیلو کارونو بوخت دي او دا شمېره نوره هم مخ په لوړېدوده .ددواړو هیوادونو تجارانو له یوبل سره داړیکو مزي غځولي دي .
افغانستان دا وخت دپاکستاني توکو دریم لوی پېرودونکی یا را نیوونکی دی ،هر کال له دغه هیواده افغانستان ته دیو عشاریه پنځه اربه ډالرو بیلا بیل توکي راوړل کېږي .په افغانستان کې اوسنی دسړکونو سیستم منځنۍ اسیاته دپاکستاني توکو دوړلو لپاره ښه لاره هواره ولای شي .
له بله لوري هغه خنډونه هم باید له پامه ونه غورځول شي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ شته دي . له ډېره وخته افغانان په دې باور دي چې پاکستان دافغانستان په سوله کې هغه هڅه نه کوي چې ورته ښايي (کولای یې شي ) .دا سي یو فکر شته دی چې دپاکستان حکومت ته یو آزاد او پر خپلو پښتو ولاړ افغانستان ګټور نه دی او دافغان ولس سره دغه څه کي دپوهېدلو زیات وجي یا علتونه شته دي . له ډېره وخته پاکستان داسي هڅه کوي چې دخپلو سیمه یزو سیالانو سره دمقابلې په موخه افغانسان په خپل یوه سټراتېژیکه ژوره واړوي .
دطالبانو دوامني له ړنګېدو وروسته دلسو کلونو له تېرېدو سره سره لا هم افغانان هره ورځ دجنګ جکړو او وینو تویولو سره مخامخ دي . په پاکستاني سیمو کې دطالباو او نورو ترهه ګرو دایمي اډې دافغانستان دسولي ،ثبات او سلامتي لپاره خطر دی ،او دپاکستان له لوري دهغوی په خلاف هیڅ ډول عملیات نه کول ددې سبب شوي دي چې په افغان ولس کې غم او غوسه راپارېدلې ده .
دافغان ولس دا غوښتنه ده چې دیوه ورور قوم په صفت پاکستان دافغانستان په سوله کې ښه رول لوبه ولای شي او په کار ده چې دا کار وهم کړي .
پاکستان په خپلو چاپیر چل کې دترهه ګرو ادې ختم کړي ،طالبان او نور (دافغان حکومت مخالیفین) دسولي په پروسه کې دا خل کړي او په دې ډول زموږ مرسته کولای شي .
ترهغه چې پاکستان دافغانستان او سیمي دامنیت اوثبات په موخه پرخپله همېشنۍ پالیسي له سره فکر ونه کړي*، ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي نه شي سمېدلای .
پاکستان دي دافغانسان پرسیاسي نظام باندي دغلبې کولو یا سیمه یزو ایکو له چلولو نه ډډه وکړي . که چېرته پآکستان په خپله خاوره پر افغانستان باندي دترهه ګرو بریدونو دمخنیوي بشپړه هڅه وکړي نو ددواړو هیواونو ترمنځ اړیکي ښې کېدلای او سم لورته تللای شي . پاکستان ته یو ژوره سټراټېجکه ملګرتیا په یوه خوشحاله ،مظبوط او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان کې ترلاسه کېدلای شي .
اوس یو داسي وخت رارسېدلی دی چې ددواړو هیوادونو په وړاندي دستونزو ډېرانونه شته دي او دټولي نړۍ پاملرنه دې ټکي ته ده چې دواړه هیوادونه به په څه ډول خپلي دغه مس****ئلې سره حل کړي خو ددواړو هیوادونو مشران داخلاص داړیکو پر بنسټ ستونزو ته دپای ټکی ایښودلای شي .
افغان حکومت دخپلو ټولو ګاونډیانو او شریکانو سره دښو اړیکو دجوړلولپاره خپله پالیسي پر مخ بیا يي او دپاکستان په فکر چې دوی ته له افغانستان نه هرډول اندېښنې شته وي ،موږ به په خپل ټول توان دهغو دمخنیوي هر کوښښ کوو. زه له خپله اړخه پاکستان ته ډاډ ورکوم چې موږ دغیري متزلزله دوستۍ او ملګرتیا لپاره له اخلاصه ډکه غوښتنه لرو . زه پاکستان ته دخپل هغه عزم ولاړ یم چې دپاکستان سره داړیکو او باور دفعاله کولو لپاره شته لاري پرانېستې پرېږدم او په دې لارو کې درې اړخیزه او څلور اړخیزه انتظامات هم شامل دي چې موږ یې له خپلو شریکانو سره لرو . په دغه سلسله کې لا له وړاندي موږ ددواړو هیوادونو ترمنځ او په ځانګړي ډول دافغانستان دسولي لپاره دپاکستان او افغانستان دسولي جرګه وړاندیز کړه .
په پاکستان کې دجمهوري حکومت له راتګ نه راهیسته ما پخپله ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو او اعتبار دفعاله کولو لپاره خپل توان او پام لرنه مصرف کړه .زه دخپلو دوستانو دپاکستان دولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني منندوی یم چې هغوی ددوستي لپاره زما غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه .
موږ ددواړو هیوادونو دشته ژورو اړیکو دریښتونې عکاسي لپاره دبیا نوي کولو لپاره تیار یو. یو پر بل باندي انحصار کول یو داسي ریښتونی حقیقت دی چې ددواړو هیوادونو مستقبل جوړولای شي.داسیا په زړه کې ددواړو هیوادونو شتون په راتلونکې کې ددسیمي پر مستقبل اثر اچولای شي . افغانستان ،پاکستان یا دسیمي کوم بل هیواد په یوازي سر دروانوحالاتو ننګونو او ستونزو مقابله نه شي کولای چې موږ ته په شریک ډول راپېښي دي . ځکه موږباید دیوه سیمه یز قوت او په سوله یزي سیمي کې دژوند کولو هڅه وکړو. دنړۍ نورو قامونو دا څه تر لاسه کړي دي . اروپايي ټولنه ددغه عمل یو ښه بېلګه ده چې دکړاونو او ستونزو وروسته دغه ځای ته رسېدلې ده . هیڅ علت نشته چې دنړۍ په دابرخه کې زموږ دپاره داسي یوه لاره نه وي .
لیکوال : افغان ولسمشر حامد کرزی
ژباړه : دخبریال ویبپانې اداره
منبه : جنګ ورځپاڼه پاکستان ځانګړی ایډېشن
