Announcement

Collapse
No announcement yet.

د پلچرخي یو شمېر بندیانو له څو ورځو راهیسي 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پلچرخي یو شمېر بندیانو له څو ورځو راهیسي 

    د پلچرخي یو شمېر بندیانو له څو ورځو راهیسي اعتصاب کړی
    Friday, 03.16.2012, 01:07pm (GMT)

    تاند(جمعه/مارچ۱۶) د پلچرحي محبس بندیانو د شرایطو د خرابوالي په اعتراض کې اعتصاب کړی او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او د بشري حقونو له کمیسونه یې غوښتي چې د دوی ستونزو ته پام واړوي.
    د راپورونو له مخې د پلچرخي د شپږم بلاک یو شمېر بندیانو له تېرو څو ورځو راهیسي اعتصاب پیل کړی دی.
    ویل شوي دي چې په دې بلاک کې د دولت وسله وال مخالفان بندیان دي.
    د دوی د ژوند پر شرایطو وروسته له دې اعتراض کوي چې تېره اوونۍ د دې محبس رييس ادعا وکړه چې طالبان په محبس کې نورو بندیانو ته د تروریستي او انتحاري حملو په اړه زده کړې ورکوي.
    ده همداراز ویلي و چې طالب بندیان په پلچرخي کې د حقانیې مدرسې کتابونه تدریسوي چې خلک تشدد او افراطیت ته وربولي.
    طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د پاچرخي د بندیانو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل:«له ملګروملتونو ، ټولونړيوالو حقوقي ادارو او نړيوال سورصليب نه په جديت سره غواړو چې د کابل ادارې د چارواکو د دغه ناروا او غيرانساني عمل په کلکه مخ نيوی وکړي او په افغانستان او بهرکې افغان سياسي بنديانو ته د هغوئ د حقوقو په ورکولوکې مرسته وکړي ، اسلامې امارت د کابل ادارې په پارلمان کې ناستو مسلمان نما وکيلانو ته هم ورپه زړه کوي چې په يو اسلامی هيواد کې د ديني زدکړو او قران کریم سره په دښمنۍ او د سياسي بنديانو چې اکثره يې دينې عالمان او د قرآن حافظان دي په ربړولو کې که دوي همداسې تماشا بین پاتې شي دوی به هم په دغه لوی جرم کې شريکان بلل کيږي ،اسلامی امارت په خپل ملت هم غږ کوي چې په هرځاې کې د کابل ادارې او هغو د بادارانو په وړاندې کلک ودريږې او د خپلو هغو مسلمانو وروڼوسره د ناوړه چلند کسات له عاملينو څخه واخلي چې د هيواد د آزادۍ او اسلامی حاکميت د راوستلو په لاره کې له داسې کړاوونو سره لاس او ګريوان دي . »
    د ملګروملتو او د بشري حقونو د کنوانسینونو له مخې له بندیانو سره ناوړه چلند د نه منلو وړ دی او د بشري حقونو سرغړاوی بلل کېږي خو ځیني افغان چارواکي وايي چې طالبان په هیڅ صورت له نورو څخه د بشري حقونو د رعایتولو د غوښتنې حق نه لري ځکه چې هغوی عادي دولتي مامورین وژني، له پولیسو او عسکرو څخه له نیولو سره سم سر غوڅوي او د ښوونځیو په شمول، چې د وطن ماشومان پکې روزل کېږي، عامه تاسیسات ورانوي.taand

Working...
X