Announcement

Collapse
No announcement yet.

عبدالباري جهاني کندهار ته راورسېدئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • عبدالباري جهاني کندهار ته راورسېدئ


    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : سيد احمد قانع

    نېټه : ١٩ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-11



    د پښتو ژبي د معاصر شعر مخکښ شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني نن پسله يوې اوږدې مودې څخه بيا خپل پلرني ټاټوبي ته راورسېدئ ، د نوموړي د هرکلي لپاره د کندهار ښار زيات شمېر ليکوال ، شاعران او د ادب مينه وال د کندهار نړيوال هوايي ډګر ته ور وتلي وه .

    د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار د لراوبر سره د خبرو پر مهال وويل : د جهاني صاحب ليدلو ته د هغه ټول مينه وال تږي وه او په ډېره مينه د هغه هرکلئ وکئ ، د محمديار په وينا ښاغلی جهاني صاحب راتلونکي درې ورځي په بېلابېلو ادبي مجلسونو کي برخه اخلي . نوموړي ته تر دې مخکي په ننګرهار او کابل کي هم تود هرکلئ سوئ و .



    بله خوا ښاغلي جهاني ددې سفر په اړه لراوبر ته ويلي وه چي د سفر موخه يې يوازي د خپل هيواد او خلکو له نژدې څخه ليدل دي او کوم رسمي اړخ نلري .

    ښاغلی جهاني په افغانستان کي د ثور دخونړۍ کودتا څخه وروسته لومړی پاکستان او بيا ډنمارک ته مهاجر سو ، وروسته يې د امريکا ږغ راډيو په پښتو څانګه کي ۲۸ کاله د څېړونکي او وياند په توګه دنده ترسره کړه . نوموړئ وايي چي تر تقاعد وروسته د پښتو ژبي ادبياتو او د افغانستان تاريخي پېښو په اړه علمي څېړني کوي .

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X