- خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
- ليک : سلېمان يوسفي
- نېټه : ١٥ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-07
-
-
- په کابل کې پولیسو تایید کړې چې پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د ناپېژاندو کسانو له خوا کابل ته څېرمه تښتول شوی دی.
پخوانى لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د کابل په چهارآسياب ولسوالي کي تښتول سوى دئ.
د کابل امنيه قومندان ايوب سالنګي له بي بي سي راډيو سره په مرکه کي د نوموړي تښتونه تائېد کړې ده، چي وايي پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته تښتول سوى دئ.
د ښاغلي ثابت کورنۍ ويلي چي هغه د خپلو مځکو د سرپرستۍ دپاره چهارآسياب ته تللى وو.
د عبدالجبار ثابت د تښتوني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو څو کاله دمخه چي يې د لوى څارنوال په حيث دنده ترسره کوله، همېشه به يې په حکومت کي دننه د ځينو زورورو کسانو سره د دوسيو پر څېړنه باندي جنجال وو.
Announcement
Collapse
No announcement yet.
عبدالجبار ثابت تښتول سوى دئ
Collapse
X
-
عبدالجبار ثابت تښتول سوى دئ
