تازه خبر : طالبانو د کندهار پر هوایی اډه حمله وکړه
اسوشیټید پریس او رویټر د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن د محلی وخت د ماښام پر ۸ بجو طالبانو د کندهار پر هوایی اډه د راکټونو ، هاوانونو او مشین ګنونو شدیده حمله وکړه چی شپږ بهرني پوځیان یې زخمیان کړي دي خو د بشپړ تلفاتو په هکله تر اوسه څه نه دي ویل سوي . یو راکټ د هلیکوپتر پر ترمینل ولګېد ، دوهم په دکانونو کی ولګېد او درېیم پر خالی میدان ولګېد . خبر وایی چی جګړه لا اوس هم دوام لری .خو پوره جرییات به یې وروسته معلوم سی .خبر زیاتوی چی طالبانو دا ثابته کړه چی ناټو ته سختی ضربې ورکولای سی . خبر زیاتوی چی څو ساعته مخکی په جنوب کی درې وژل سوي پوځیان یو امریکایی و ، دوهم فرانسوﺉ و او درېیم هالینډﺉ و خو څلورم یې ترجمان و . طالبانو د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی پر ناټو مځکه سره کړې ده او سخت یې نا ارامه کړي دي . دا په یوه هفته کی د هغوی درېیمه شدیده حمله ده چی پر ناټو باندی یې کوی .
( ن . صمد )
تبصرې
