Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ٢٠١٤ کال تر پايه به د ټولو امنيتي چارو مسو&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ٢٠١٤ کال تر پايه به د ټولو امنيتي چارو مسو&#

    د ٢٠١٤ کال تر پايه به د ټولو امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي – اوباما او کامرون. 26-05-2011
    لندن (فرانس پريس، تاند) د امریکا ولسمشربارک اوباما د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون سره په لندن کې خبرې پیل کړې او ویل شوي چې د دوی د خبرو د اجنډا په سر سر کې د افغانستان او لیبیا حالات دي. اوباما ته د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پرون سهار په لندن کې د ډاونینګ ۹ ستریټ (د بریتاتیا د صدراعظم دفتر) مخته هرکلی ووایه او سمدستي یې په خپل منځ کې محرمانه خبرې پیل کړې. د بي بي سي تلویزیون وویل، تېره ورځ د امریکا د ولسمشر تشریفاتي پروګرامونه ول خو پرون یې د مهمو سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په باب رسمي او جدي خبرې پیل شوي دي. د راپورونو پر اساس د دواړو مشرانو د بحث تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان او لیبیا حالات تشکیلوي. اوباما او کامرون پرون د خپلو خبرو په پای کې په یوه ګډه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل. دواړو هیوادونو ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان د ټولو امنیتي چارو مسوولیت په تدریجي ډول افغانانو ته وسپاري او خپل ځواکونه به وباسي.
Working...
X