وروسته ترهغه چي په مشرانو جرګه کي نن توند بحث پر دې روان و چي دکندهار اداره بې کفایته او دامنیت په راوستلو کي پاته راغلې ده نو ئې له مرکزي دولته غوښتنه وکړه چي په کندهار کي دي په لوړه کچه تغیرات راولي .دکندهار والي په خپل لومړي غبرګون کي چي په تونده لجه ئې خبري کولې وویل (( مشرانو جرګه د خلکو له استازو تشکيل سوې او بايد پر داسي شيانو کار وکړي چي ددوى وظيفې وي ))
دښاغلي ویسا خبري ټولي پر همدې راګرځیدلې چي دمشرانو جرګه حق نلري چي دده پر اداره بې دریغه نیوکي وکړي (( دغه ډول نیوکي د کندهار د ادارې او نظامي چارواکو لپاره د منلو وړ نه دي ))
ښاغلي توریالي ویسا دمشرانو جرګه وننګول چي که په رشتیا دکندهار اداره ارزول غواړي نو دا دیوې ورځي کار ندی ((د مشرانو جرګې غړي دي په کندهار کي د سيمه ايزي ادراې له خوا د تيرو دوو کلونو پرمهال د تر سره کړنو ارزونه وکړي او ولسواليو ته دي سفرونه وکړي چي په امنيت، حکومتدارۍ او پرمختيا کي څومره کار سوى دى))
خو شنونکي اوکارپوهان بیا دوالي خبري بې استدلاله بولي او وائې چي ولسوالیو ته دتګ ضرورت نسته په ښار کي دي دتیري یوې میاشتي دپیښوارزونه وسي چي معلومه سي دکندهار اداره څومره بې کفایت ده ددوی په وینا عیان ته دبیا ضرورت نسته .
بلخوا کندهاریان هم اوس د ښاغلي ویسا د ادارې څخه سرټکوي اودمرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چي کندهار یو لړ لویو بدلونونو ته اړتیا لري . عام ښاریان په دې اند دي چي دښاغلي ویسا په راتګ سره هغه شته امینت هم لمنځه تللی دی .
دیادولو وړ ده چي بېنوا ته د والي د دفتر یو تن کارکونکي ویلي چي ښاغلي ویسا اوس خپل فکري توازون له لاسه ورکړي کله هغو دولتي کارکونکو ته سپکي سپوري وائې چي دمرګ په بیه په پیښو کي مقاومت ته ولاړ وي کله دکابل چارواکو او دجرګې مشرانو ته او کله بیا دکندهار خلک د وسلوالو طالبانو همکار بولي خوکله بیا د کندهاریانو څخه دحوصلې غوښتنه کوي
دبېنوا اداره - کابل
سرپاڼه