Announcement

Collapse
No announcement yet.

کندهار: د والي پر دفتر او کور جګړه روانه ده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کندهار: د والي پر دفتر او کور جګړه روانه ده

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : لراوبر ډاټ کام
    نېټه : ١٧ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-05-07



    نن غرمه يوه نيمه بجه د کندهار ښار په ارګ کي د ولايت پر ودانۍ او د والي پر کور ، د کندهار هوټل ( راډيو تلويزيون له بام څخه ) د استخباراتو پر دفتر او په چوڼۍ کي پر يوه دولتي ودانۍ د چاودنو وروسته وسله وال بريد وسو چي جګړه اوس هم دوام لري، په سيمه کي د لراوبر خبریال انجنير عطاجان محمدي د ټيلفون پرليکه وايي چي د ښار په بېلابېلو برخو کي د سپکو وسلو تر څنګ د چاودنو او درنو وسلو ږغونه هم اوريدل کيږي .

    ددوراهي څخه تر سردارمددخان چوک پوري سيمي ته خارجي ځواکونه رارسيدلي او د پوليسو تر څنګ زيات شمېر ملي اردو هم په ښار کي ليدل کيږي چي يوې او بلي خواته تګ راتګ کوي . کندهار ښار ته تلونکي سړکونه د ټرافيک پر مخ تړل سوي او د موټرونو پر تګ راتګ بنديز لګېدلی دی ، داسي اوازې دي چي په بېلابېلو سيمو کي موټري بمونه ځای پر ځای سوي او د چاودنو خطر سته ، دا مهال هم په ښار کي دننه جګړه روانه ده ، د بنديزونو له امله د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .

    عيني شاهدان وايي چي سردار مددخان چوک څخه تر چوڼۍ پوري ، د ارګ بازار مارکېټ او عيدګا دروازې او د کندهار هوټل د اووم منزل څخه د استخباراتو پر ودانۍ جګړه روانه ده ، دولت پر دکاندارانو د دکانونو تړلو او کور ته تللو ږغ کړﺉ دی .

    په تازه معلوماتو کي ويل کيږي چي په درو سرو سيمو کي مرګ ژوبله اوښتې ده خو د ارګ بازار څخه چي د نورو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وه د مرګ ژوبلې احتمال هم زیات دی .
Working...
X