اميد
ايساف وايي، چې د کابل د هوايي قول اردو په نښته کې د دوى اته سرتېري او يو قراردادي وژل شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو تر چوکاټ لاندې د ناټو د روزنيز مرکز (ان ټي اېم اى) له خوا د غوايي په ٧مه پژواک اژانس ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه نن مخکې له غرمې شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په هوايي قول اردو کې د دوى پر ځواکونو د سپکو وسلو بريد شوى او د دوى ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې د دوى اته سرتېري او يو قراردادي وژل شوى، خو په خبرپاڼه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ناټو په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو تابعيت نه دى په ډاګه شوى، خو د هوايي قول اردو يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته ويلي ، چې وژل شوي کسان امريکايي سرتېري او افسران دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هوايي قول اردو يوه افسر، چې پيلوټ هم دى، له بهرنيو ځواکونو سره يې له لفظي شخړې وروسته ډزې پيل کړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره معلوماتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
د هوايي قول اردو د عامه اړيکو امر ډګروال بهادر وويل، چې په دې نښته کې د ملي دفاع وزارت يو شمېر کارکوونکي ټپي شوي دي.
هغه زياته کړه، چې يوه وسلوال د قول اردو د سوق او ادارې په خونه کې د بهرنيو او کورنيو افسرانو پر غونډې ډزې وکړې.
د نوموړي په وينا، چې په دغو ډزو کې يو شمېر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
دى وايي، چې بريد کوونکى د ګډو ځواکونو پر ځوابي ډزو ووژل شو.
يوې بلې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې يو متقاعد ډګروال له وسلې سره هوايي قول اردو ته ننوتى و او هلته يې پر بهرنيو ځواکونو ډزې کړې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې د دوى يو ځانمرګى بريدګر هوايي قول اردو ته داخل شوى، پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو يې ډزې کړې او ګڼ شمېر يې وژلي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم د ملي دفاع وزارت ودانۍ ته يو وسلوال ننوتى و، چې د څو تنو له وژلو او ټپي کولو وروسته دى هم ووژل شو.benawa.com