Announcement

Collapse
No announcement yet.

د پښتونخوا وطن نور ويشل به هيڅ کله نه پريږد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پښتونخوا وطن نور ويشل به هيڅ کله نه پريږد

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کوټه)
    ليک : ماليک اڅکزئي
    نېټه : ٦ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-26


    د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينئر سيکرتر مختار خان يوسفزئي په پيښور کښي د يو غونډي په محال زياته کړه چي پنجاب دولت (اسټبلشمنټ) يو وار بيا هڅه کوي چي پښتونخوا وطن نور هم تقسيم او تر خپلو استعماري پلانونو لاندي وساتي۔ هغوي وويل چي دا وخت يو واري بيا د پښتونخوا وطن د خيبر پښتونخوا ايالت يوه ستره برخه چي هزاره ډويژن ورته ويل کيږي او په ۱۰۰ کښي ۹۰ وګړي هلته پښتانه ژوند کوي او د پښتانه افغان وطن تاريخي، جغرافيايي برخه ده نو يو وار بيا د پنجاب دولت هڅي کوي چي پښتون افغان ملت دلته نور هم تقسيم وساتي او تر خپلو استعماري پاليسيو لاندي يې وساتي۔ د يادوني وړ ده چي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تاريخ په وينا پښتونخوا وطن چي يوه برخه يې ۶۳ کاله پس د خيبر پښتونخوا په نامه و نومول شوه، بله لويه برخه يې جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان په نامه ايالت کښي د سيوي د ميدانونونه او بولان له درې نه تر ږوب د ګوملي پوري پرته ده او دا ۷۰ زره سکوير کلومتره مځکه ده)، بله برخه يې منځني پښتونخوا ( فاټا )، بله برخه يې اټک او ميانوالي ( چي په پنجاب ايالت کښي د نيازيو او خټکو ګڼ شمير آبادي ده) بله برخه يې شمالي سيمي چي د چين سره پوله لري ( اوس يې نوم ورته ګلګت بلتستان ورکړو چي پکي کيلاش او نور تاريخي افغانان پکي شتون لري)۔ او هم دغه يادي سوي سيمي د ۱۸۹۳ د ډيورنډ د آخرني معائدې له لاري د هغه وخت متحده هندوستان او بيا پري پاکستان خپله قبضه ساتلې ده۔

    اوس يو وار ي بيا ددې ځاي مرکزي دولت د اسلام آباد او لاهور استعماري قوتونه او استخباراتي شبکې او د هغوي لاس پوڅي يو واري بيا د ۵ برخو کي تقسيم شوې پښتونخوا وطن بيا د يوه بل ايالت په نامه جلاکولو هڅي کوي۔ چي دوي ورته د هزاره وال نوم ورکوي ( هزاره وال هغه وخت افغان دولت د زرکسيزو فوځيانو په ټولو کښي پر خپل دښمن حملې کولې نو هم دغه تاريخي افغانانو د دې سيمي نوم هزاره وال و ګرځولو، هزاره خو نه قوم او نه ملت ده۔ دا هم هغه پښتانه افغانان دي چي به د زرکسيزو ډلو په ټولو کښي منظم کيدو او پر دښمن به يې حمله کوله)۔
Working...
X