Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبانو د ثور کودتا ۲۳مه کالیزه وغندله

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبانو د ثور کودتا ۲۳مه کالیزه وغندله

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
    ليک : ( ن . صمد )
    نېټه : ٦ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-26

    طالبانو رسنیو ته یو اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې د غوایی د میاشتی د اوومی کودتا سخته غندلې ده او هغه یې د روانی دیرش کلنی غمیزی پیلامه بللې ده .

    طالبان وایی چی دا کرغیړنه کودتا د کمونیزم او کاپیټالیزم د منحوسی سیالۍ یوه برخه وه چی اصلی هدف یې د « هندی سمندر تودې اوبه » او د فارس خلیج « نفتی منابع » وو . اعلامیه وایی چی د خلق او پرچم کمونیسټی ډلی هم د نننیو لویدیځ پلوه علمانیانو غوندی د واقعیتونو پر خلاف پر افغان مسلمان ولس بې دینه فرهنګ خپراوه ، لیکن باالاخره د خپل بادار په شمول د تاریخ یوه برخه سول .

    اعلامیه زیاتوی چی افغان مجاهد ولس د کمونیسټی سېلاب مخه راوګرځوله ، اوس به د کاپیټالیسټی توپان مخه هم کټ کټ هماغسی دب کړی او د خپلی مغرورۍ په سزا به یې ورسوی .

Working...
X