Announcement

Collapse
No announcement yet.

د زندانیانو د بیرته نیولو په اړه د طالبانو 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د زندانیانو د بیرته نیولو په اړه د طالبانو 

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
    ليک : ( ن . صمد )
    نېټه : ٧ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-27


    د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چی زموږ لخوا د کندهار د لوی محبس څخه د ۵۴۱ طالبانو د ژغورنده آزادولو څخه کابل او د هغه بهرنیو ولینعمتیانو ته نه جبرا کېدونکې شرمندګي اوښتې ده او د کندهار محلی چارواکی په سرځوړۍ سره ادعا کوی چی ګواکی څه نا څه ۶۰ بندیان یې بیرته نیولي دي او د هغوی نیونه ځکه ګواکی آسانه ده چی د ( بایو میټریک ) په سیسټم کی ثبت سوي دي .
    احمدی زیاتوی چی د رویټر د خبر له مخی امریکایی پوځ وویل چی موږ ځکه د تښتېدلو طالبانو د تعقیب یا نیولو اقدام ونکړ چی دولت دغسی غوښتنه نه ده راڅخه کړې . نو دا چی امریکایانو اقدام نه دی کړی ، داخلی پوځیان به څنګه جرأت وکړای سی چی زموږ سره پنجه نرمه کړی ؟!
    احمدی زیاتوی چی بیو مټریک سیسټم خو یوازی د امریکایانو سره خوندي دﺉ او افغانانو ته یې لاس رسي نسته ، او بل دا چی آزاد سوي طالبان داسی ژر ښار ته نه داخلیږی چی هغوی یې ونیسی . نو ځکه دا هر څه خندونکي درواغ دي .
    قاری یوسف احمدی زیاتوی چی چارواکي د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر دغسی جعلی تبلیغات کوی او بېګناه انسانان نیسی او ساختګی اعترافات په کوی .
    احمدی زیاتوی چی نو ځکه موږ د بې طرفه او آزادو رسنیو څخه جدی غوښتنه کوو چی د دې سرځوړیزه تبلیغاتو لپاره د هغوی څخه ثقه شواهد او سپیناوﺉ وغواړی داسی نه چی د هغوی د بې اساسه تبلیغاتو تر اغیزې لاندی راسي او استعمال یې کړی .
    احمدی په پای کی وایی چی موږ د بیرته نیولو دغه درواغجنی آوازې په کلکه ردوو او ملت ته ډاډ ورکوو چی د ۵۴۱ آزادو سوو طالبانو څخه حتی یو نفر هم نه دی نیول سوﺉ بلکی ټول صحی سلامت په آزادو سیمو کی اوسیږ
    ی .
Working...
X