Announcement

Collapse
No announcement yet.

د زابل د والي ساتونکو دخبریال همکار وواهه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د زابل د والي ساتونکو دخبریال همکار وواهه

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : ميرويس افغان
    نېټه : ٦ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-26


    په زابل کې دوالي ساتونکو دخبریال همکار وواهه
    دزابل دوالي امنیتي ساتونکو دخبریال ویبپاڼې پر همکار روزي محمد زابلي دولایتي ودانۍ په وړاندي برید وکړ. هغه وهل شوی او دسیمه یزه اوسېدونکو په وړاندي یې سپاکوی شوی دی . دوالي ساتونکوتر وهلو ټکولو ورسته دخبریال همکار ښاغلي زابلي ته ګواښنې کړي او دهغه موټر یې زیان من کړی دی .
    خبریال ویبپاڼه چې دافغانستان په بیلا بېلو ولایتونو کې همکاران لري او دډېری نورو افغاني ویبپاڼو برخلاف یې همکاران ښکاره او څرګند دي تل دا هڅه کوي چې دسیمه یزو اوسېدونکو ستونزي را وسپړي .
    روزي محمد زابلي هم تېره ورځ په زابل ولایت کې دتلیفوني شبکودبندښت په اړه هڅه کوله چې دولایتي چارواکو غبرګون ترلاسه کړي ، خو دغبرګون په بدل کې ووهل شو.
    افغان چارواکي له یوې خوا پر افغاني رسنیو تورونه لګوي چې له پخلي پرته راپورونه چلوي او له بله لوري دخبرونو دپخلي په موخه ورغلي خبریال ترټي او آن تر دې چې دساتونکو له خوا څخه وهل کېږي .
    دخبریال همکار روزي محمد زابلی وايي چې دولایتي ویاند، مرستیاوالي ،او پخپله دزابل دوالي تلیفونونوهم کار نه کاوه ځکه ده پخپله دموضوع دسپینا وي په موخه ولایت ته رجوع وکړه .
    خبریال ویبپاڼه دزابل دوالي دساتونکو له لوري دخپل همکار وهنه ، دهغه پر عزت تېری او دساتونکو له لوري یاد خبریال ته ګواښنې په کلکو ټکو غندي، او دزابل له والي او دپلازمېني کابل له چارواکو په کلکه دپیښي دپلټنو غوښتنه کوي .
    دیادولو وړده چې زابل یو نا امنه ولایت دی او هلته هسي هم دبیلا بیلو اړخونو خبریالانو ته امنیتي ګواښ ورپېښ دی ، خو دا چې دامنیتي ساتونکو له لوري خبریالانو ته ښکاره کواښنې کېږي دا دمطبوعاتو دآزادي په وړاندي یوه لویه ننګونه ده
Working...
X