یو امریکایی عسکر مړ ، ۳ پولینډی پوځیان زخمیان سول
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی طالبانو نن یکشنبه [ البته د الفتح عملیاتو په ترڅ کی ] د افغانستان په جنوب کی یو امریکایی عسکر ووژﺉ خو د پیښی ځای او د حملې نوعیت یې واضح نه کړ . خبر زیاتوی چی د مې د میاشتی په روانو ۱۶ ورځو کی ۲۴ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۱۶ یې امریکایان دي .اسوشیټیټیډ پریس په یو بل خبر کی لیکی چی پرون په غزنی کی طالبانو هغه مهال درې پولینډي پوځیان ژوبل کړل چی زرهپوش یې د راکټ او مشین ګنونو د حملې سره مخامخ سو . هغوی اوس په روغتون کی بستر دي . پولینډ په افغانستان کی ۲۶۰۰ پوځیان لری .
( ن . صمد )
