بارخیل
د خيبر پښتونخوا په بيلابېلو پوهنتونونو کې د افغان محصلينو د اتحاديې لخوا غونډه وشوه، په غونډه کې د پېښور د پوهنتون مشر عظمت حيات، د پېښور د پوهنتون د اسلامي څيړنو د مرکز مشر دوست محمد، په پېښور کې افغان سرپرست کونسل صالح محمد شيرزى او د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ګډون کړي وه، لومړى د محصلينو د اتحاديې لخوا په پاکستان کې د افغان محصلينو د ستونزو په اړه خبرې وشوې چې وروسته د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ورته د وویل چي مونږ او دافغانانو کلتور او مذهب یو دي مونږ په دافغانانو دغه مشکلات حل کوو ورورسته بیا غونډې ته د افغان سرپرست کونسل صالح محمد شيرزي هم خبرې وکړې، او وویل چی افغانستان او پاکستان یو بل سره نزدي دی او مونږ غواړو چی تل دواړو هیوادو تر منیځ دوستی وي او د محصلينو دمشکلاتو په اړه په دپاکستان له چارواکو سره مونږ خبری کړي دي او ډیر زر په دمشکل حل کړو افغان محصلينو پاکستان کي د ليليې، سکالرشپونو ستونزو سره مخ دي




