لیکوال : سردار محمد مظلومیار
دکندهار ټوپکیان یا په نوې ډیمکراتیکه اصطلاح ملي پولیس چي ټول د خان محمد مجاهد په شمول د کورنۍ جګړې قاتلان ، غله او دعام ولس پر ناموسونو تیري کونکي زاړه پاټکیان دي دوه ورځي وړاندي ئې د قومندانۍ په یو ترهګریز برید کي یوار بیا خپل دوهشت او ورانونکي عملونو څیره درستي نړۍ ته ور وپیژندله .
که څوک یوځل لاندي عکسونه سم په غور وګوري دا ټول هغه انځورونه دي چي د پولیسو لخوا ورته زیان اړول سوی دی ، معنا دا چي ددې خرابیو پرسر څه باندي ۷۰ متره لوړ درې ترهګر پر بامونو ولاړ و خو دکندهار ټوپکیانو دغه درستي خرابۍ دمځکي پرسراړولي دي . په دې انځورو نو کي هغه لور(طرف ) بیخي سته نه چي ترهګرو خپله هدف ګرځولی وو .
د معلوماتو لمخي په دې برید کي څلور ترهګر و چي درې د راکټ مرمۍ او څه باندي ۲۲ شاجوره د کلاشنکوف (AK47) مرمۍ او دوه دځامرګي واسکټونه ورسره و .
چي له دې جملې څخه ئې دوه د راکټ مرمۍ دبرید په لومړني پیل کي دلاسه ورکړې او دبرید دپیل په اولو پنځ دقیقو کي ئې تر ۱۰ شاجوره ډیري مرمۍ د پولیسو د مقاومت ترمخه دلاسه ورکړي وې هغه وخت چي دغه ټوپکیان لاترخپلو ټوپکونو لاسرسی نه درلودی .
اوس تاسي خپله فکر وکړي چي ترهګرو ته ورپاته یوه دراکیټ مرمۍ او دولس شاجوره دکلاشنکوف مرمۍ دغسي مقاومت ته اړتیا دلودل ؟؟؟؟؟ لکه دغه ټوپکیانو چي دځان دبیري ولس ته وښوده ؟؟؟
که رشتیا هم دغه ټوپکیان روزل سوي رښتني ملي پولس وائې نو هڅکه به ئې دونه وهشت خپور کړي نه وائې ځکه پولیس اول ددښمن ځای ، د ښمن امکاناتو او ترڅنګ ئې دعامو خلکو ژوند او شتمني ته حساب کوي . اوبیا خپل له تاکتکي عکس العمل څخه کار اخلي . لیکن د کندهار ټوپکیانو یا په اصطلاح پولیسو د خپلي وارخطائې څخه ان شرق و غرب کښته او پورته ډزي کولې . عیني شاهدانو په خپلو سترګو لیدل چي ترهګر دبام پرسر وؤ خو دکندهار بېغیرته پولیسو د زرنګار صالون لاندي پردوکانونو چي دترهګرو تر منځ ئې د ودانۍ پنځه پوړه واټن موجود و ناتار ډزي پیل کړې . او زیات شمیر هغه دوکانداران چي دلته ئې دوکانونه و دپولسو لخوا په شهادت ورسیدل او یا زخمیان سول .
په داسي حال کي چي د قومندانۍ چارچاپیره ددرو متره جګ دسمیټو ساتندویه خنډونو دپولیسو لپاره تیاردخوندیتوب فرصت لا له وړاندي موجود و اخیر پوښتنه داده چي په دې دونه خپل سرو ټوپکیانو کي د قوماندې یو داسي څوک نه و چي ددښمن په لور ئې لږ دفکر او تاکتیک څخه کار اخیستې وائې ؟؟؟ چي دیوې خوا ئې دښمن مشغول ساتلی وائې او دبلي خوائې هغه پولیس چي په دې مسلسل درې ساعته جګړه کي ئې ژونددلاسه ورکړخوندي کړي وای . چي نه به دونه ټوپکیان وژل کیدل نه به ولس ته دونه دروند تاوان اوښتلای او ددې امکان خو سل په سله کي و چي ترهګر د مرمیو دکمښت سره مخامخ سوي وائ او ځانونه ئې تسلیم کړي وائ لکه په وروستي پړاو کي چي همداسي وهم سول ، وروستي کس دبې وسۍ څه ځان پولسو ته بغیر دجګړې ځان وسپاره .
خو افسوس د کندهار په نامه پولیسو نه یوازي د دښمن اصلي او مشخصه سیمه چي دزرنګار صالون دبام سر ؤو تر اور لاندي راوستل بلکې دحبيبي واټ ، امام بارې سړک دعامو خلکو دوکانونه ، کورونه ،ان ددښمن دساحې څخه ئې ۱۵۰ متره لیري دسړک په غاړه ولار موټرونه او پرسړک روان عام وګړي تر وحشي اور لاندي راوستل او یووار بیا ئې خپل ټوپکيتوب ثابت کړ چي بغیر د خلکو د وژني او ورانۍ ئې بل څه زده ندي .
دکندهار چارواکي او دغه ټوپکیان او د ولس دشرمه سیمه دخلکو پر مخ تړلې ساتي چي ترڅو ددوی دغه وحشت درسوائې سره مخ نسي ان ژورنالیستان هم ساحې ته نه پریږدي او سیمه د تصفیاتو په پلمه پاکوي خو دبېنوا پاڼي ملي پاڼي په هغه ورّځ دپیښي مخامخ تصویرونه خپرول . زه خو وایم چي دغه ژورنالیستان ته باید دویاړه ډک ستاینلیکونه ورکړه سي چي دمرګ په قیمت په داسي اور کي ولاړ دي او ژوندي انځورونه نړۍ ته وړاندي کوي
دکندهار شرمیدلي چارواکي دافکر کوي چي هرهغه څه چي دوی مطبوعاتو ته په کنفرانسونو او اعلامیو کي وائې خلک ورسره مني لاکن دا دوی حماقت دي چي دوئ په دې مفکوره کي ساتي . حقیقت خو دادي چي د ټوپکیانو په دې ناتار وحشت کي د زرنګار صالون شاوخوا ۸ کورونه په درنو وسلو وجاړ سوي دي او پکښي په لسګونه ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ددې ترڅنګ د زرنګار صالون دننه او په دغه پنځهپوړیزه ودانۍ کي میشت کسان او دوکانداران چي شمیره ئې تر ۲۵ کسانو اوړي هم د ټوپکیانو په ناتار ډزو کي شهیدان سوي یاژوبل سوي دي .
د کندهار دقومندانۍ مخامخ د امام بارې په نوي سړک لسو دوکانونوته ، پر دغه سړک ولاړو موټرونو ته او عامو لارویانو ته دپولیسو په ناتار ډزو کي دروند مالي او ځاني زیان اوښتی دی .
په دغه سړک یو دکیکو اوکلچو پلورنکي محمدمرتضا دیو عیني شاهد دسترګو لیدلی حال دی چي وائې کله چي مو پر قومندانۍ دراکیټونو برید واورید د دوکان دتړلو په هڅه کي وم چي پولیسو پرموږ ډزي پیل کړې او کله چي د کلافصیل ترکوڅۍ مي ځان رساوه په سړک مي پراته اته مړي او زیات شمیر زخمیان په خپلو سترګو ولیدل .
د برید په دوه نیم ساعته کي چي کله هلیکپټرو سیمه دپاس لخوا تربرید لاندي راوستل او ترهګر پوره له منځه تللي وه بیا هم دغه وحشي ټوپکیانو خپل دټوپکونو خولې نه یوازي دزرنګار صالون پرلور بلکې د امام بارې دنوي سړک پر لور هم پرانستلي ساتلې . او دولس دشتمنیو دویجاړولو څخه ئې دریغه نه کول .
دکندهار خلک اکثره په دغه عقیده دي چي دطالبانو دغه درنې وسلې ، بمونه او مهمات په خپله دپولیسو په موټرونو کي دپیسو په بدل کي دښار منځ ته راوړل کیږي او دالانده معلومه چي ددغه برید مواد ددې تلاښیو څخه څنګه راتیرسوي دي خو یو شی چي درست کندهار ته معلوم دی هغه دادي چي دپیښي قربانیان تر هغه درې چنده ډیر دي چي دکندهار بېغوره چارواکي ئې دمطبوعاتو په مخکي ادعا کوي . دلته یوازي ۲۱ ملکي کسان دپولیسو په ډزو کي شهیدان سوي دي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي چي په شخصي ډول خلکو تر بیلابیلو کلینکونو رسول . ددې ترڅنګ د پولیسو مرګ ژوبله هم ددولت دادعا خلاف دوه برابره ده او ددې برید ټول قربانیان تر ۱۳۰ کسانو ډیر زیات دي چي نیمائې ئې یوازي هغه ملکي وګړي دي چي ددغه ټوپکیانو ناتار ډزو سوري سوري کړي دي .ددې ترڅنګ دهغو بهرنیانو دمرګ ژوبلي خبرونه هم پټ ساتل سوي دي چي داطلاعاتو کلتور ریاست مخي ته پردغه برید ته راروانو امریکايانو صرف موټر وچاودید.
دلته سړی دحیرانتیا سره مخ سي چي دغه خښمیدلي ټوپکیان چي دځان له ویري خپل هدف ځیني ورک وي دابه د دې درست ولس څه ساتنه وکړي . دلته ددوی هغه سلوک را یاد سي چي کله دوی دښار په ګڼه ګونه کي خپل رنجر موټرونه یولور او بل لورته داسي په تیز رفتار بیائې ته به وائې چي ښارونه ئې فتحه کړي يي دفرعونیانو غوندي روان وي ، خو دغیرت او رشتیا پر میدان ئې دا حال وي څمره ښه ئې ویلي دي چي د کوڅې سپي اخیر کوڅه ډبي وي !!!
لاندي انځورونه تاسي ته ددغه وحشي ټوپکیانو دوحشت تمثل وړاندي کوي او امید لرمه چي ددې انځورونو په کتلو سره به دغه ټوپکیان یو ځل بیا پر خپل غیرت، افغانیت ، پښتونولي او نارینه توب له سره کتنه وکړي .

راځي چي په لاندي انځور کي دزرنګارصالون تربرید مخکني انځورته لږ تم سو او بیا خپل قضاوت وکړو چي ټوپکیانو په دغه ستر ناورین کي ترټولو زیات مالي او ځاني زیان چاته واړوه .؟؟؟

سردار محمد - مظلومیار benawa.com