Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان جګړه په ورځ كې ۳۰۰ مليونه ډالر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان جګړه په ورځ كې ۳۰۰ مليونه ډالر

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( غزنی )
    ليک : تنها (اندړ)
    نېټه : ٢٦ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-02-15



    د اې اف پي خبري سرچينې په حواله د امريكا د دفاع وزرات يا پنتاګون د ۲۰۱۲ زيږديز كال لپاره په عراق او افغانستان كې د امريكا د جګړې لپاره د ۱۱۷،۸ بليونه ډالرو د بوديجې وړانديز كړى دى. دغه بوديجه د عراق نه د امريكايي پويځيانو د نسبي وتلو له امله د تير كال په پرتله ۴۱،۵ بليونه ډالره كمښت ښيي.په دغه بوديجه كې د افغانستان د جګړې لپاره د كال ۱۱۳،۵ بليونه ډالره ځانګړي شوي دي چې دا كچه په ورځ كې شا اوخوا ۳۰۰ مليونه ډالرو ته رسيږي.
    د پنتاګون دغه وړاندي شوي بوديجه دهغو ۹۸۲۵۰ سرتيرو لپاره ده چې په ۲۰۱۲ كې به د افغانستان په خاوره كې وي. دا په داسي حال كي ده چې ولسمشر اوباما د روان كال په جولاي مياشت كې له افغانستان څخه د شا اوخوا ۹۷۰۰۰ امريكايي سرتيرو د وتلو د لړۍ د پيل ژمنه كړئ. د پنتاګون له خوا د دغې بوديجي له وړانديز څخه داسي ښكاري چې د پنتاګون چارواكو د ولسمشر اوباما هغه پلان له پامه غورځولى كوم چې د ۲۰۱۱ كال په نيمايي كې د سرتيرو راوتلو د پيل لپاره جوړ شوى دى.

    په راپور كې راغلي چې د دغي بوديجې ۷۹،۲ بليونه به د پوځي عملياتو لپاره ، ۱، ۱۰ مليونه د كورني جوړو شويو بمونو د شنډولو لپاره ، ۱۱،۹ بليونه د زيانمنو شويو او له مينځه تللو وسايطو د جوړولو او يا هم بيا اخيستلو لپاره او ۱۲،۸ بليونه به يې د افغان پوځ د روزني لپاره ولګول شي.
    ديادوني وړ ده چې د ټاكلي پلان له مخې تر ۲۰۱۵ كاله پورې به د امنيت چارې په تدريجي توګه افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل كيږي. په دې ترڅ كې د امريكا متحده ايالات او ناټو هڅه كوي چې د سږ كال تر اكتوبر مياشتي پورې د افغان ملي پوځ شمير ۱۷۲۰۰۰ او د افغان ملي پوليسو شمير ۱۳۴۰۰۰ ته ورسوي.


    
Working...
X