په كندهار كي چاودني د والي مرستيال وواژه او شپږ تنه نور يي ټپيا ن كړه
د كندهار ولايت دوالى سرپرست مرستيا ل انجينير عبدالطيف آشنا د يوى چاودنى په ترڅ كى ووژل شو . د كندهار ولايت مطبوعاتى دفتر ويلى چى ددى ولايت سرپرست مرستيا ل په يوه موټرسايكل كى د ځاى پر ځاى شويو چاوديدونكو توكو دچاودنى له امله وژل شوى خو د كندهار امنتي چارواكي وايي چي بريد ځانمرګى وو .
د ميرويس روغتون چارواكى وايي دپيښى له ځاى څخه ددوى اړوند روغتون ته شپږ ملكى ټپيا ن وروړل شوى .
د اپيښه د شنبى دورځى پرنهو بجو او پينځه لسو دقيقو د كندهارښار دپينځمى امنيتى حوزى اړوند د خواجك بابا په سيمه كى هغه مها ل رامينځ ته شوه چى د كندهار والى سرپرست مرستيا ل اينجينير عبدالطيف آشنا له كور څخه په خپل موټر كى د كار دفتر ته روا ن وو .
د كندهار مطبوعاتى دفتر ديوى خبر پاڼى په خپرولو سره ويلى چى دا چاودنه په لار كى په يوه درول شوى موټرسايكل كى د ځاى پرځاى شوى چاوديدونكو توكو له امله رامينځ ته شوى . د كندهار ددوه سوه وپينځم اتل قول اردو قوماندا ن جنرا ل عبدالحميد دپيښى دپخلى ترڅنګ دا چاودنه ځانمرګى بريد بولى او وايي چى په ترڅ كى يي د والى دمرستيا ل موټر چلوونكى او درى ساتونكى ټپيا ن شوى . خو دكندهار امني قوماندا ن جنرا ل خا ن محمد مجاهد بيا وايي په دى پيښه كى څلور ملكى وګړى او دوه پوليس سرتيرى چى يويي ملي او بل يي د سرحدى پوليسو اړوند دى ټپيا ن شويدى .
اينجنير عبدالطيف آشنا ډير وخت د كندهار پوهنتون داستاد په توګه اووروسته د كندهار دكليو پراختيا رياست دريس په توګه دندى ترسره كړى چى شاخوا شپږ مياشتى وړاندى د كندهار والى دسرپرست مرستيا ل په توګه دنده وركول شوه .
ددى پيښى مسوليت طالبانو په غاړه اخستى او وايي چي پر نوموړي ددوى يوه ملګري ځانمرګى بريد كړي او د كندهار و الي مرستيال يي د څلورو ساتونكو سره وژلى دى .
په كندهار ښار كى د چاودنو په لړ كى د كندهار د مرستيا ل والى وژل كيد ل په دى ولايت كى دسيمه ايزو چارواكو په كچه تر ټولو لويه پيښه ده چى تر دى مهاله يي سارى نه وو ليدل شوى .



benawa.com