Announcement

Collapse
No announcement yet.

کوټه: د ناټو ٢٠ عرادې ټانکرونه وسوځول سول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کوټه: د ناټو ٢٠ عرادې ټانکرونه وسوځول سول

    خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
    ليک : سليمان يوسيفي
    نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15

    د کوټي د نصيرآباد سيمي په ډېره مراد جمالي کي د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي موټرانو حمله سوې چي ٢٠ ټانکرونه يې سوځلي دي.
    د ډېره مراد جمالي پوليس وايي په دې پېښه کي يوازى يو موټروان ټپي سوى دئ، نور چاته زيان ځاني تاوان نه دئ رسېدلى.
    د راپورونو له مخي پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته سوه چي د ناټو د اکمالاتي کاروان موټر چلوونکي په ډېره مراد جمالي کي د ماخستن ډوډۍ ته موټران ودرول او څو شېبې وروسته په يوه کوچني موټر کي ناستو وسله والو پر کاروان حمله وکړه.
    د پوليسو په وينا په حمله کي شاوخوا ١٠ موټرانو اور واخيستى، خو پاتي نور يې د اور وژني د عملې د ناوخته راتګ له امله وسوځېدل.


    
Working...
X