Announcement

Collapse
No announcement yet.

كندهار : وسله والو جنايي مدير وواژه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • كندهار : وسله والو جنايي مدير وواژه

    كندهار
    په كندهار كي نامعلومو وسله والو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزي مدير وواژه او يو ملكي وګړى يي ټپي كړ

    پيښه نن غرمه يوه بجه مهال د كندهار ښار د شپاړسمي امنتي اړوند د سنګي حمام په سيمه كي هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي د دوهمي امنتي حوزي د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزي مدير فريد احمد د يوه بل ملګري سره په دكان كي ناست وو .

    د كندهار امنيه قوماندان خان محمد مجاهد د پيښي د پخلي تر څنګ وايي چي د نوموړي د وژلو تر څنګ دكاندار هم ټپي دى .

    مجاهد وايي بريد كوونكي په تيښته بريالي سوي وي خو پوليسو يي په اړه پلټني پيل كړي دي .

    د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .


    benawa.com
Working...
X