Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتونخوا: بې پيلوټه الوتکو ٥٤ کسان وژلي دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتونخوا: بې پيلوټه الوتکو ٥٤ کسان وژلي دي

    خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
    ليک : سلېمان يوسفي
    نېټه : ٢٧ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-18

    د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه خيبر ايجنسي کي له پرون راهيسي په درو حملو کي شاوخوا ٥٤ کسان وژل سوي دي.
    راپورونه وايي لومړۍ حمله پرون د تيرا درې په ساندانه سيمه د وسله والو پر دوو موټرانو وسوه چي اووه تنه پکښي مړه او نهه نور يې ټپيان کړل.
    دوهمه حمله د سپين کړنګ په سيمه کي پر يوه کور باندي سوې چي ٣٢ کسان پکښي مړه سوي او دريمه هم د نري بابا په سيمه کي سوې چي ١٥ وسله وال يې وژلي دي.
    پاکستاني رسنۍ وايي په دې حملو کي وژل سوي کسان د لښکر اسلام په نوم د منګل باغ د ډلي وسله وال دي چي څو تنه قومندانان يې هم له منځه پکښي تللي دي.

    
Working...
X