لودين
حامد کرزي څرګنده کړه،چې په لوړپوړو دولتي چارواکيو او بهرنيو سترو مرستوکې، پراخې درغلۍ دي.
ولسمشرکرزي،چې د ليندۍ په ٢٤مه يې د فساد نړېوالې ورځې په اړه وينا کوله وويل، چې له حکومتي قدرت څخه دخلکو پر وړاندې ګټه اخيستل هم ترټولو غټ فساد دى.
کرزي دامنيتي خصوصي شرکتونو فعاليت هم د سترو درغليو يو بېلګه وګڼله او ويې ويل، چې يادې امنيتي کمپنۍ سره له دې چې په بې نظميو او ناامنيو کې لاس لري او د امنيتي ځواکونو د ودې مخه ډب کوي ، په کال کې شاوخوا دوه ميليارډه ډالره لګوي.
کرزى وايي، چې له پنځو کلونو راهيسې له نړيوالې ټولني سره د يادو کمپنيو د زيانونو په اړه په خبرو اترو بوخت دى، خو هغوى هغه مهال متوجه شول ، چې ده د يوه افغاني اقدام پربنسټ ، ددغوکمپنيو فعاليت لغوه اعلان کړ.
کرزي همدارنګه څرګنده کړه،چې سترفساد په بهرنيو سترو قراردادونوکې موجود دى ،چې دافغانستان حکومت په کې هيڅ واک نه لري.
ولسمشرد درغليو د جرړو وېستلو په هکله د اداري اصلاحاتو او اداري کارونو په اسانه کولو ټينګار وکړ.
کرزي وويل، چې له بهرني فساد څخه دخلاصون لپاره ، چارې بايد افغانانو ته وسپارل شي او په دې برخه کې نړېواله ټولنه بايد رښتونې همکاري وکړي.
کرزي د چارودافغاني کېدوپه اړه وويل: (( کله چې واک زموږ وي، درغلى لږ دي.))
هغه همداراز وويل،چې افغانستان بايد د قدرت د لېږد تروخته،چې تر ٢٠١٤کال پورې بشپړيږي،چمتو وي.
د کرزي په وينا، له افغانستان څخه بايد ملي ځواکونه ساتنه وکړي،نه بهرنيان.
کرزى وايي،چې د پروګرامونو له ډلې څخه يې يو هم داده،چې افغانستان بايد د خپل واک خاوند وي او د امنيت د لېږد پروسه په ښه توګه ترسره شي.
کرزي ټينګار وکړ،چې بايد دغې پروسې ته تر هغه حده تيارى ونيول شي،چې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته خارجيان په ډيرعزت د افغانستان د خلکو له ډاليو سره خپلو هېوادونو ته ستانه شي او په هيڅ پېښه کې د هغوى لاس نه وي.
حامد کرزي همداراز د اداري چارو په اصلاح او اسانه کولو تاکيد وکړ او زياته يې کړه،چې د اداري کارونو د اسانه کولو په تناسب درغلۍ هم کميږي.
هغه زياته کړه: ((څومره چې لاسليکونه کم شي،فساد کميږي.))
کرزي همداراز په نننۍ ناسته کې وويل،چې بايد هر کال له لوستو ځوانانو څخه د يوه روښانه سيستم له لارې ازموينه واخيستل شي او ترټولو غوره يې بايد حکومتي کارونو ته وټاکل شي.
هغه وايي،چې له دغې کړنلارې څخه په انګلستان،جاپان،چين،هند او نورو هېوادونو کې استفاده کيږي او ښه پايله لري.
کرزي سره له دې،چې د اداري فساد او اداري اصلاحاتو پروړاندې يې مبارزه قانع کوونکې ونه ګڼله ،خو زياته يې کړه،چې د تېرو کلونو په پرتله يو غټ توپير رامنځته شوى ده.
ولسمشر وايي ،اوس دا توان شته،چې دا په ډاګه کړي، چې فساد چېرته او څه قسم ده؟
همداراز حامد کرزي وويل،چې دوامداره جګړو اداري سيستم کمزورى کړى او همداراز سياسي او شخصي مقررۍ تر سره شوې دي .
کرزي وويل،چې ددغې ستونزې د حل لپاره د اداري اصلاحاتو کمېسيون په فعاليت پيل کړى او حالت مخ په ښه کېدو ده.
benawa.com
سرپاڼه
