خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : (ن . صمد )
نېټه : ٢٢ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-13 امریکایی مجلې ( یو. اس. اې. ټوډې ) نن د پنتاګون په حواله راپور ورکړ چی سږ کال د طالبانو لخوا پر امریکایی پوځیانو باندی وسلوالي حملې د تیر کال په نسبت تقریبأ دوه چنده زیاتي سوي دي چی په هغو کی د ماین چاودنی شاملی نه دي . راپور وایی چی تیر کال ( یعنی په ۲۰۰۹ کی ) طالبانو پر امریکایانو د کلاشنیکوفونو ، راکټونو او کله کله هم د توغندیو څه نا څه ۱۰۶۰۰ حملې کړي وې خو سږ کال یې ۱۸۰۰۰ دغسی حملې پر کړي دي ( حال دا چی د کال ۱۷ ورځی لا پاته دي ) .
دا زیاتوالی په داسی حال کی دی چی بارک اوباما نور دیرش زره پوځیان هم ور ولیږل . په کابل کی د امریکایی پوځ ویاند ( تورن ریان ډونالډ ) وویل چی د دې حملو د ډېرښت علت دا دی چی موږ هغوی ته جنګ راوړ .
خو نظامی شنونکو پخوا لا خبردارﺉ ورکړی و چی د ډیرو پوځیانو ورلیږل او د ډیرو بمونو لورول به ډیر جنګ او تلفات هم په بر کی ولری ، لکه څنګه کی تیر کال د امریکایانو تلفات ۳۱۷ و حال دا چی سږ کال ( تر اوسه ) ۴۸۶ ته رسېدلي دي .