Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ژبې ساتنه 30-08-2010

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ژبې ساتنه 30-08-2010

    د ژبې ساتنه 30-08-2010
    سيدضياءالحق (غالب) شاه افضلي
    د انسان په وجود کې يو غړى دى چې ورته ژبه وايي چې د الله تعالٰى په نعمتونو کې د لويو او مهمو نعمتونو څخه گڼل کيږي.
    ژبه که څه هم حجم يې کوچنى دى خو د لويو گناهونو او اطاعتونو جوگه ده، ځکه د انسان په ژوند کې ايمان لوى طاعت او کفر لويه گناه ده چې دواړه د ژبې په ذريعه ظاهريږي.
    په دنيا کې هر هغه شى چې په هغه باندې څوک علم لري همدا ژبه ده چې دهغه علم ترجماني کوي. يعنې د علم اظهار د ژبې په وسيله کيږي له دينه دا معلوميږي چې ژبه دانسان په وجود کې يوه مهمه غړى ده چې بايد دالله تعالٰى په اطاعت کې استعمال شي او د گناه، دروغ، غيبت، بهتان او نورو گناهونو څخه وساتل شي. او که په خير کې استعمال نشي دومره خو بايد وشي چې خاموش وساتل شي. په ژبه کې ډېر آفات شته ان تردې چې دهمدې ژبې په سبب انسان بدمرغى کيږي او دوزخ ته رسيږي.
    عبدالله ثقفي وايي چې ما د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وکړه چې هغه کوم شى دى چې ورباندې ډېر وويږم.
    رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وويل: هغه ژبه ده يعنې انسان بايد ډېره هڅه وکړي چې خپله ژبه کنترول کې وساتي نو دهغه ايمان کامل دى.
    رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايي:
    کله چې په بني آدم شپې سباکيږي د انسان ټول غړي ژبې ته نصيحت کوي او ورته وايي چې زمونږ په خاطر الله تعالٰى څخه وډاريږه ځکه چې! که چېرې ته سمه اوسې مونږ هم سم اوسو او که ته کږه کاږه شوې مونږ هم کاږه کيږو.
    په يو روايت کې راځي چې د يو مسلمان د ښه مسلمانتوب څخه يوه نښه دا ده چې هغه شيان پريږدى چې هغه ته گټه نکوي.
    ابراهيم تيمي وايي: کله چې يو مؤمن خبرې کوي لومړى دې له ځانه سره فکر وکړي چې هغه خبره چې کوي يې د ده په ګټه ده او که نه که چېرې په ګټه وي دې ووايي او که په گټه يې نه وي نو ځان دې خاموش ونيسي.
    حسن بصري (رحمه الله) وايي د چا چې خبرې ډېرې شي د هغه دروغ هم زياتيږي نن سبا گورو چې ډېر کسان دي چې ټول وخت يې په لهولعب او بيهوده خبرو کې لگيا وي او دخپلې ژبې آفاتونو ته متوجه کيږي نه.
    او خواشينئ خبره دا ده چې ډېر خلک د ژبې گناه او آفاتونو ته گناه نه وايي. د ژبې د ساتلو يو طريقه دا ده چې د سکوت او خاموشۍ څخه کار واخيستل شي.
    په لومړي قدم کې هڅه وشي چې په خير کې استعمال شي، د خير خبره دعلم زده کړه، تلاوت، د خلکو ترمينځ سوله، ذکر، نصيحت او دخير خواهۍ خبره وشي. د دې نه اخواء هڅه وشي چې سکوت اختيار کړو ځکه چې سلامتي په سکوت او خاموشۍ کې ده.
    امام غزالي په احيا العلوم کې نقل کوي چې خلک درې ډوله دي.
    ١- سالمين، ٢- غانمين.
    ٣- باطلين.
    ١- سالمين:-
    سالمين هغه ډله خلک دي چې که ښه خبره نکوي نو فضول هم نه وايي بلکې خاموشۍ او ساکت پاتې کيږي.
    ٢- غانمين:
    غانمين هغه ډله خلک دي چې خپله ژبې په خير کې استعمالوي له فضولو او ناوړو خبرو څخه ځانونه ساتي.
    ٣- باطلين:
    باطلين هغه ډله خلک دي چې نه يوازې د خير خبرې نکوي بلکې په ناوړو او بيکاره خبرو کې لگيا وي.
    په بل روايت کې راځي چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ابوذرغفاري ته نصيحت کوي او ورته وايي چې خاموشي او سکوت په ځان لازم کړه.
    خاموشي او سکوت شيطان شړي او له تا سره په ديني امورو کې مرسته کوي.
    حاصل دا چې د ژبې کنترول او ساتل د ښوو اخلاقو او مزاياوو څخه دى او که سمه استعمال شي الله تعالٰى ته د نژدې کيدو سبب گرځي نو مونږ ته ښايي چې اول د خپلې ژبې کنترول او ساتنه وکړو او په سمه لار يې استعمال کړو او په دوهم کې نورو ته د ژبې د ساتلو او په سمه لاره استعمالولو توصيه او نصيحت وکړو.
    ومن الله التوفيق
    د اسلامي او شريعي نظام
    د راوستلو په هيله
Working...
X