Announcement

Collapse
No announcement yet.

ولي مسلمانان و کعبې ته عبادت کوي؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ولي مسلمانان و کعبې ته عبادت کوي؟

    : مسلمانان و کعبې ته عبادت نه کوي، بلکې کعبه شریفه یو طرف دی چي الله جل جلاله د مسلمانانو د عبادت د نظم لپاره ټاکلی دی، دا چي اسلام د نظم او نسق دین دی، نو ځکه الله جل جلاله ورته معین لوری ټاکلی دی، که چیری د لمانځه لپاره یو معین لور و نه ټاکل سي یو نفر به لمونځ و شرق ته کوي، بل به یې و غرب ته کوي، بل به یې و شمال ته کوي ، بل به یې و جنوب ته کوي او بل بلې خواته. (د کعبې شریفي په ذریعه د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد هم راځي).

    ۲: موږ مسلمانان چي لمونځ کوو موږ داسي نه وایو چي موږ ددغې کعبې عبادت کوو، په نیت کي داسي وایو چي ( الله لمونځ خاص و تاته کوو) او حال دا چي هغه مشرکین چي د بتانو عبادت کوي هغه د هر یوه نوم اخلي لکه راما، کرشنا ، بودا او نور...


    ۳: ټول مشرکین چي د خپلو بتانو عبادت کوي هغه له هغو بتانو څخه چي د هر شي څخه یې جوړ کړی وي د هغو څخه کومک غواړي خو یو مسلمان به نه راوښیې چي د کعبې څخه کومک و غواړي، ولي؟؟؟ دا ځکه موږ د کعبې عبادت نه کوو موږ صرف د خدای عبادت کوو او د خدای څخه مرسته غواړو.


    ۴: تاسي و ګوری هغه کسان چي د بتاتو عبادت کوي، هغه د بت پر سر باندي عبادت نسي کولای دا ځکه دا ددې بت توهین دی، خو په اسلام کي دا روا ده چي د کعبې پر سر باندي عبادت وسي.


    ۵: هیڅ مشرک د بت په نس کي عبادت نسي کولای چي بت هر څومري غټ وي، دا ځکه دا د ددغه بت لپاره توهین دی، دا چي موږ کعبې ته عبادت نه کوو نو ځکه یې په نس کي هم لمونځ کولای سو او روا ده.


    ۶: ټول مشرکین د خپلو خدایانو لپاره نذرانې او خیراتونه کوي، خو تر اوسه به یو مسلمان نه را وښیاست چي د کعبې په نامه سره یې کومه صدقه ، خیرات یا نذرانه کړې وي، دا ځکه چي موږ مسلمانان هر څه د خدای لپاره کوو، نه د کعبې لپاره.


    ۷: ټول مشرکین چي کله د یوه مصیبت، توپان، افت او کړاو سره لاس او ګریوان کیږي و خپلو بتاتو ته نارې، فریادونه او چیغي وهي خو یو مسلمان به نه راوښیاست چي د کوم مصیبت په حالت کي یې وکعبې ته چیغي کړي وي او مرسته یې له کعبې غوښتې وي دا ځکه کعبه زموږ خدای نه ده بلکې د عبادت یو جهت دی او موږ مسلمانان هر څه له یوه لاشریکه الله جل جلاله څخه غواړو او بس.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X