تر ډوډۍ د مخکې او وروسته دُعاءطريقه 07-08-2010 12:19 am
ليکوال:عصمت الله عزام
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
بسم الله الرحمان الرحيم
ترډوډۍ مخکي بسم الله ويل اووروسته يې ماثوره دعاءلوستل سنت کاردی .
دبسم الله په ويلوکي دې خبري ته هم اشاره کيږي چي داخوراک موږپه خپل طاقت اوکوښښ سره نه دی موندلی،بلکي دادالله پاک په فضل سره موږته راکول شوی .
بله فائده دبسم الله ويلو کي داده چي شيطان دانسان سره په خوراک کي له ګډون څخه منع کيږي لکه څنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي.
له عائشه رضی الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
کله چي ستاسويوتن خوراک کوي،نودالله نوم دي يادکړي(بسم الله دي ووايي) که يي بسم الله په لومړي سرکي هېره شوه ،نوداسي دي ووايي: بِسْمِ اللَّه أَوَّلَهُ وَآخِرَهُ. ، (المستدرک للحاکم ۴/۱۰۸ـــ ترمذي ۲/۸) اوس څه ډول بسم الله به وايي؟
په دې هکله دعلماوو ترمينځ اختلاف دی ـ
ځيني وايي چي پوره بسم الله بايدوويل شي، هغوی وايي چي که څه هم پوره بسم الله په صحيح حديث کي نه ده ثابته،بلکي په صحيح احاديثوکي يوازي :بسم الله راغلې ده،داډله علماءوايي چي بسم الله دپوره بسم الله نوم دی .
امام نووي رحمه الله فرمايي: یوازي دبسم الله په ويلوسره هم سنت اداکيږي خوکه پوره بسم الله الرحمن الرحیم وویل شي،نوډېربه ښه وي(الاذکار۲۰۷)
خوحافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله ليکي : امام نووي رحمه الله چې دپوره بسم الله الرحمن الرحیم ویلو دغوره والي خبره کړې،ددې لپاره دلیل نشته ، (فتح الباري ۹/۴۳۱)
بله ډله علماءفرمايي:چي په احاديثوکي څنګه راغلي وي،هغسي کول پکار دي، په احاديثوکي يوازي بسم الله راغلې نوبايدپه دې باندي اکتفاء وکړل شي .
ځيني خلک ترخوراک مخکي بسم الله وعلی برکة الله الفاظ وايي.
داالفاظ په (المستدرک ۴/۱۰۷)کي راغلي دي خوهلته دعلی لفظ نشته بلکي روايت داسي دی:کُلُوابسم الله وَبَرَکَة الله {دالله په نوم اوبرکت سره خوراک وکړئ ددې سره داروايت ثابت هم نه دی،بلکي منکر (کمزوری) روايت دی .
ترډوډۍ وروسته هم دعاګاني راغلې دي، د هغولوستل هم سنت دي.
له معاذبن انس رضی الله عنه نه روايت دی چي څوک ډوډۍوخوري، بيا دا دعاء ولولي: الحَمْدُ للَّهِ الذي أَطْعَمَني هذا، وَرَزَقْنِيهِ مِنْ غيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلا قُوّةٍ(ټوله ثنااوستاينه يوازي الله لره ده،هغه چي ماته يې داخوراک راکړو،او داروزي يې زماله ګرزېدواوطاقت پرته ماته راکړه). دده مخکينۍ ګناوي به ور وبخښل شي ـ
(أبو داود، ترمذي وهذا حديث حسن)ددې دعاءپه لوستوکي بله فائده دالله پاک دشکراداکول هم دي .
دادعاءپه انفرادي اوپرته له دې چي لاسونه پورته کړل شي لوستل کيږي .
خوپه ډيروعلاقوکي دارواج دی خصوصًاچي کله په يوه کور کي ميلمانه وي، دډوډۍ تر خوړلووروسته په اجتماعي توګه،دعاء کوي، په هغې کي لاسونه پورته کوي،ملاصاحب په لوړ اوازدُعاء کوي، نورخلک ورباندي آمين وايي،په عامه توګه مأثوره دعاءنه لولي،نوري دعاګاني لولي .
که څوک لاس پورته نکړي هغه ته بد ګوري، بدورباندي وايي تردې چي فتواوي هم ورباندي لګوي،دوهابي اوبې مذهبه ټاپه هم ورباندي ځيني ناخبره خلک لګوي .
تردې چي زموږپه علاقوکي ځيني له دين اومذهبه ناخبره خلک دا دمذهب لپاره معياربولي، که چاله خوراک وروسته په اجتماعي توګه دُعاءکوله هغه مذهبي بولي اوڅوک چي يې نه کوي هغه له مذهبه مخالف اووتلی بولي.
همدارازکله چي اٰذان وشي،ډيرخلک لاسونه پورته کوي اودُعاءکوي په دې اړه هم مخکينۍ مسئلې ته ورته نظرلري.
پوښتنه اوس داده چي اياداکارونه په اسلام کي هم دومره ضروري دي که يوازي دخلکوله لوري ضروري اولازم ګڼل شوي دي؟
ددې پوښتني ځواب دادی چي په دې اړه د اسلام په سپېڅلي دين کي قاعدۀ کليه شته اوهغه داچي په مطلق دُعاءکي لاس پورته کول سنت اومستحب عمل دی.
ليکن په کومومواردو اوځايونوکي چي ځانګړې دُعاګاني راغلې وي د بيلګي په ډول :په سجده کي،کورته دننوتلواوله کوره دوتلوپه وخت کي ، بيتُ الخلاءته دننوتلواوله بيتُ الخلاء څخه دبهر کيدلوپه وخت کي اوداسي نور...
په دغه مواردوکي په دُعاء کي لاسونه پورته کول ثابت نه دي.
همداراز له خوراک څخه وروسته چي کومي دُعاګاني راغلې دي په هغوکي دلاسونوپورته کول نشته دُعاءکول سنت دي ليکن لاسونه پورته کول پکي نشته.
لکه مسجدته چي څوک ننزي دُعاءبه کوي، خو لاسونه به نه پورته کوي، همداراز اوبه چي وڅښي دُعاء به کوي خولاسونه به نه پورته کوي،همدارازله آذان وروسته دُعاء شته خو لاسونه پورته کول پکي نشته. مطلب دادی چي دډوډۍ وروسته دُعاءکول سنت دي خو لاس پورته کول پکي نشته،داله ځانه په دين کي زيادت اوبدعت دی ،له آذان وروسته دُعاء کول سنت دي خو لاس پورته کول پکي بدعت دی.
څوک چي په دي دُعاګانو کي لاسونه نه پورته کوي هغوته بدکتل خو ډير بداونارواعمل دی ځکه د مستحب کار د ضروري ګڼلو په وخت کي دهغه مستحب پريښودل هم لازم اوکول يې بدعت ګرزي،نوچي یوعمل بالکل ثابت نه وي،دهغه ضروري ګڼل خوبېخي بدعت دی .
جليل القدرصحابي عبدالله بن مسعودرضي الله عنه فرمايي: لايجعل احدکم للشيطان شيئامن صلاته يرٰی ان حقاعليه ان لاينصرف الاعن يمينه لقدرئيتُ رسول الله صلی الله عليه وسلم کثيراينصرف عن يساره .(رواه البخاري ومسلم وابوداؤدوالنسائي وابن ماجة){په تاسوکي دي يوتن شيطان ته په خپل لمانځه کي برخه نه ورکوي،په دې توګه چي دی فکرکوي چي
له لمانځه څخه دانصراف اوتګ په وخت له راستي خوا تګ ضروري دی،(په داسي حال کي چي) مارسول الله صلی الله عليه وسلم په يقيني توګه ډيرځلي ليدلی چي په چپه طرف يي انصراف(تګ) کړی دی!!.
له دې حديث څخه داسي معلوميږي چي دمستحب عمل التزام بدعت او ګمراهي ده ځکه له راستي خواڅخه انصراف(تګ) مستحب اوغوره عمل دی خوبياهم عبدالله بن مسعودرضی الله عنه فرمايي چي که څوک داکارپرځان لازم وګڼي دايې په خپل لمانځه کي شيطان ته برخه ورکړه. .
مشهورحنفي عالم ملا علي قاري رحمه الله په مرقات کي ددې حديث په شرح کي ليکلي دي :من اصرعلی امرمندوب وجعله عزماولم يعمل بالرخصة فقداصاب منه الشيطان من الاضلال فکيف علی من اصرعلی بدعة ومنکر.
يعني څوک چي پر مستحب عمل باندي ټينګارکوي ،هغه ضروري وګرزوي اوپر رخصت باندي عمل نه کوي نوداسړی شيطان ګمراه کړيدی نودهغه چابه څه حال وي (څومره لوی ګمراه به وي ) چي پر بدعت اومنکرعمل باندي ټينګارکوي !!
ددين مسئله داسي ده خومتاسفانه زموږپه پښتني چاپيريال کي داسي عادت جوړشوی چي دمستحب پر پريښودلوجنګ درسره کوي په داسي حال کي چي دمستحب خومطلب دادی چي که دي وکړوښه دي وکړل، که دي ونکړوهم دي کور ودان، ګناهګارنه يې ! نوکله چي مستحب ضروري ګڼل کيږي پريښودل يي واجب دي، داکارخوبدعت دی ددې خوهيڅ ثبوت په شريعت کي نشته ددې پريښودل خوبيخي ضروري دي . دزيات تحقيق لپاره احسن الفتاوی (1!365) مجموعة الفتاوی (22؛512) که څوک داووايي چي دلته کوربه ته دُعاءکيږي ځکه په اجتماعي شکل سره دُعاءکوو،له دې امله دُعاءښه کاردی!!
ددې خبري ځواب مفتي رشيداحمدصاحب مرحوم داسي ورکړی دی چي کوربه ته دُعاءکول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي،خوپه دې دُعاءکي لاس پورته کول اوپه اجتماعي صورت سره کول ثابت نه دي نوله دې امله له دې کارڅخه ځان ژغورل ضروري دي اودا(په اجتماعي صورت سره دُعاءله ډوډۍ وروسته دلاس دپورته کولو سره) ثواب بلل ياضروري بلل بدعت اوناجائزعمل دی (احسن الفتاوی1\366) معلومه خبره ده چي څوک له ډوډۍ وروسته ياله اذان وروسته دلاس دپورته کولوسره دُعاءکوي،دثواب کاريې بولي،څوک چي يې دثواب کارنه بولي،هغه يې نه کوي .
په پای کي زه ټولوهغه درنوشخصيتونوته چي ددين پوهه لري دا وړانديزلرم چي دوی بايدددين مسئلې بيان کړي،که يې بيان نکړي، يوخوبه مومسئوليت له غاړي نه وى ادا کړي،بل به زموږافغان اولس ناخبره پاته شي،بل به راتلونکی نسل نورهم ددغومسئلوسره نااشناشي .
ماچي دامسئله ليکله يو سړی راغی،کله چي يې دا مسئله وليدله ډېرپه تعجب سره يې وويل چي دا دُعاءڅنګه نشته؟ ټول ملايان يې کوي!!
په داسي حال کي چي هيڅ کوم معتبرکتاب نه دي ليکلي چي له ډوډۍوروسته دي په اجتماعي شکل سره دُعاءوشي.
خومصيبت دادی چي دين نه بيانيږي،ډېرداسي ملايان صاحبان شته چي هغوی ډېرځله مسئلې پټوي وايي داسي نه وي چي بدنام شم،دبدنامېدودوېري له امله دين نه بيانوي چي داډېره دتاسف خبره ده .
الله پاک دي توفيق راکړي چي داسلام صحيح تابعدار اوپه صحيح معنی مسلمانان جوړشو، چي د الله پاک هرحکم ته منقاد اودرسول الله صلی الله عليه وسلم په هرسنت باندي عمل کولوته چمتو واوسو، نه داسي چي اسلام مو يواز ترخبروپوري منحصروي .
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی اٰله وصحبه اجمعين