ددې اُمت د زيات شمېر نارينه او ښځو عمرونه تر شپيتو او اويا کلونو پوري وي لکه څه ډول، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم أَعْمَارُ أُمَّتِي مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ (رواه الترمذي )
ژباړه: او په تجربه هم ثابته سوې ده چي ددې امت د ډېرو لږو کسانو عمرونه تر اويا وو زياتيږي، نو د همدا لږ عمر ابتدايي برخه په ماشوم توب کي تيرېږي او منځنۍ برخه يې د ځوانۍ د هوس په لمبو کي د ډېرو څخه سوزي او ضائع کيږي اوپر وروستۍ برخه يې د بوډاتوب د کمزوروالي حالت راځي په داسي حال کي، چي په مخکنيو امتونو کي انسانانو ډېر اوږده، اوږده عمرونه لرل خو د دې امت سره الله جل جلاله دومره احسان کړى دئ چي په هرکال کي يې يوه شپه د (ليلة القدر) ورکړې ده او دا داسي عظيمه شپه ده لکه څه ډول چي الله جل جلاله فرمايي:
(لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳-القدر )
د ليلة القدر د شپې عبادت تر نورو زرو مياشتو لا هم غوره او زيات ثواب لري. زر مياشتي درو اتيا کاله او څلور مياشتي کيږي.
دا څومره د خوښۍ ځاى دئ چي په يوه شپه يو مسلمان کولاى سي د درو اتيا کلونو تر عبادت لا هم زيات ثواب حاصل کړي. آيا تاسو ته معلوميږي چي دا د قدر وړ شپه کومه شپه ده؟
دا شپه نامعلومه ده د ټول کال په جريان کي کېدلاى سي چي يوه شپه دي (ليلة القدر) وي خو دنبي کريم صلی الله علیه وسلم د آحاديثو په رڼا يې د دغي شپې زيات اميد د روژې په مياشت کي کېدلاى سي او په ځانګړي ډول د روژې په اخرو لسو شپوکي او بيا د آخرو لسو شپو په طاقو شپو کي او بيا تر هري شپې زيات اميد يې په اوه ويشتمه شپه کېدلاى سي. نو څه به کوو؟
د (ليلة القدر) شپه چي تر درو اتيا کلونو څخه يې عبادت لا هم زيات ثواب لري دا شپه به د فسق په بانډار تېروو؟ اوکه به د روژې په مبارکه مياشت کي ټولي شپې په لمانځه، تلاوت، ذکر، تعليم او نورو عبادتونو تېروو؟ د عقل او پوهي څښتن هغه څوک دئ، چي په دې هکله صحيح پرېکړه وکړي او د لاس تړلو شيطانانو د لاس اله ونه ګرځي.