دحضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي هغه کس به جنت نه داخلیږي ، دچاپه زړه کي چي دیوي زري برابرکبر هم وي.
یو نفر داعرض وکي چي اي دالله رسوله صلی الله علیه وسلم ! که یوسړی داوغواړي چي دهغه جامي دي ښائسته وي او دهغه څپلي دي ښائسته وي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفر مایل : الله جل جلاله ښائسته دی اوهغه ښائست خوښوي ، کبر خو دحق په مقابله کي ځان لوړ اوخلګ له ځانه څخه کمزوري ګڼلو نوم دي ( مسلم ).
فایده :له دي حدیث څخه داخبره معلومه سوه چي په جائز و حدودوکي په جامو ،داوسیدلو په ځاي ، سنګار ، ښائست اونفاست غوره کول اوخپل زړه خوشحاله کول د دین څخه خلاف نه دي.
البته داهرڅه خلګوته دځان ښوولواونورخلګ کمزوري ګڼلولپاره وکړل سي نوداکبر اوغرور دي ، ددي نتيجه دوږخ دي ، یوچاڅرنګه ښه ویلي دي سنګار هم جائز ، ښائست هم جائز خو ښکاره کول ( ریا ) ناجائز ، الله جل جلاله دي موږ په خپل حفاظت وساتي آمین.
-----------------------
