Announcement

Collapse
No announcement yet.

د مور په هکله څو څرګندوني

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د مور په هکله څو څرګندوني

    (١) الله جل جلاله اويا ځله له مور څخه زيات مهربان دئ.

    (٢) سمندر وايي: مور هغه هستي ده چي د اولاد په سلګونو زره رازونه په سينه کي پټ ساتي.


    (٣) وريځو وويل: مورهغه هينداره ده چي هر رنگ پکښي له ورايه ښکاري.


    (٤) غرونو وويل: د مور درناوئ زما له څوکو څخه هم ډېرلوړدئ.


    (٥) باران وويل: مور يوه داسي هستي ده چي تل يې د ميني وړانگي پر اولاد خپرې وي.


    (٦) زمانې وويل: د مور مينه زما له ځغل څخه هم تېزه ده.


    (٧) شاعر وايي: مور يوه داسي هستي ده چي د اورېدونکي سينې ته کښته کيږي.


    (٨) ليکوال وايي: مور هغه هستي ده چي د ستايني لپاره يې په نړۍ کي الفاظ نه موندل کيږي.


    (٩) دعا وايي: مور هغه شخصيت دئ چي د اولاد د خوښۍ لپاره هر وخت ماغواړي.


    (١٠) جنت وايي: مور هغه هستي ده چي زه يې هم تر قدمونو لاندي يم.


    (١١) لمر وايي: مور يوه داسي هستي ده چي له هرډول گرمۍ او يخنۍ څخه اولاد ساتي.


    (١٢) ځمکه وايي: زما قيمت خو به څوک پوره کړي خو د مور قيمت هيڅوک نه سي پوره کولاى.


    (١٣) هوا وايي: په ماکي نرمي او تازگي د مور څرگندونه ده.


    (١٤) رڼا وايي: مور د رڼا او ښودني څلۍ دئ.


    (١٥) زه وايم: ما ته د مور او ګل ترمنځ توپير نه ترسترگو کيږي.
    سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X