Announcement

Collapse
No announcement yet.

د قربانۍ یا اختري د حیوان مسایل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د قربانۍ یا اختري د حیوان مسایل

    د قربانۍ حيوان په قربانى کي پسونه ، وزګړي ، غواوي او اوښان حلاليږي ، نر او ماده فرق پکښي نه لري ګاميښي د غوايو په جنس کي شمېرل کيږي .


    د پورتنيو حيوانانو څخه ماسيوا نور حيوانان په قرباني کۍ نه صحيح کيږي ، همدا ډول وحشي پسونه او غوايي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .


    پسه او وزګړى يو نفر قرباني کولاى سي ، په غوايي او اوښ کي تر اوو نفرو شريکان کېدلاى سي ، خو د هر يوه ونډه بايد تر اومي کمه نه وي .


    غوا او اوښ تر اوو تنو کم کسان هم په برابر شراکت يا د ونډو په حساب حلالولاى سي ، د مثال په ډول دوه کسان کولاى سي چي اوښ حلال کړي نيم قيمت يې يو او نيم قيمت يې بل ورکړي ، داسي هم کولاى سي چي دوې برخي يې د يوه شريک او پنځه برخي يې د بل شريک وي .


    د قربانۍ سن
    د قربانۍ حيوان به د عمر له مخي ثَنِي وي ، په اوښانو کي ثَنِي هغه پنځه کلن اوښ ته وايي چي پښه يې په شپږم کال کي وي ، په غوايو کي دوه کلن غوايى چي په پښه يې په دريم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي ، په پسونو او وزګړو کي يو کلن چي پښه يې په دوهم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي ، البته په پسونو کي د شپږو مياشتو غټ ورى لا هم په قربانۍ کي صحيح کيږي .


    د قربانۍ عيبونه
    د قربانۍ د حيوان دوه ډوله عيبونه دي ، يو يې هغه عيبونه دي ، چي د هغو لکبله يې قرباني نه صحيح کيږي بل يې هغه عيبونه دي چي د هغو لکبله يې قرباني کول کراهيت پيدا کوي .


    لاندي څلور عيبونه د علماوو په اتفاق د قربانۍ مانع ګرځي :


    ١_ ړوندتيا : په سترګه ړوند حيوان په قرباني کي نه صحيح کيږي .

    ٢_ ګوډتيا : ښکاره ګوډ حيوان چي د حلالېدلو تر ځايه پخپله نسي تلاى هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .

    ٣_ ډنګرتيا : داسي ډنګر حيوان چي په هډو کي يې ماغزه وچ سوي وي يعني يو مخ ډنګر ، پوست او هډوکي وي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .

    ٤_ غوږ پرې : داسي حيوان چي د غوږ نيمه برخه يې پرې سوې وي هم په قربانۍ کي نه صحيح کيږي .

    فقهاء پر پورتنيو عيبونو نور عيبونه هم قياس وي چي هغه همدا ډول يا تر دې لا هم زيات عيب ګڼل کيږي لکه په دواړو سترګو ړوند حيوان ، پښه يا لکۍ پرې حيوان ، دا ډول غاښ وتلى حيوان چي يو غاښ يې لا هم په خوله کي پاته نه وي ، مورزاده بې غوږى حيوان ، دا ډول حيوان چي پزه يا د تيو سرونه يې پرې سوي وي ، پورته ياد سوي حيوانان هم په قرباني کي نه صحيح کيږي ، ځکه دا هم ټول غټ غټ عيبونه دي .


    کوچني عيبونه
    د قرباني د پاره تر ټولو غوره روغ رمټ حيوان دى خو دا چي په حيوانانو کي څه ناڅه عيبونه وي ، نو ځکه کوچني عيبونه د قرباني مانع نه ګرځي .


    خو دا چي کوم عيب غټ او کوم عيب کوچنى دى ، پدې اړوند د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه څخه څلور ويناوي رانقل سوي دي ، يو قول يې چي هغه د امام ابويوسف او امام محمد قول هم دى دا دى : وايي که د غوږ زياته برخه يې پاته وه يعني د غوږ د نيمايي څخه يې لا هم لږ برخه پرې وه دا کوچنى عيب بلل کيږي ، قرباني يې صحيح ده البته کراهيت لري .


    د لکۍ يې هم دا ډول حکم دى ، که تر نيمايي زياته برخه يې پاته وه نو قرباني يې د کراهيت سره صحيح ده ، خو که د غوږ يا لکۍ نيمه برخه يې پرې وه بيا يې قرباني صحيح نه ده .


    کوک : مورزاده کوچنى غوږي حيوان ته کوک وايي ، د کوک پسه قرباني صحيح کيږي پدې شرط چي د غوږ زياته برخه يې پرې سوې نه وي .


    هغه حيوانان چي غوږونه يې سوري وي يا يې د غوږ د څوکې ، يا د يوه او بل اړخ څخه څه څه اندازه پرې سوي وي ، لکه دروږي پسونه يا يې غوږ په غيچي څيري سوى وي خو ټوټې يې په ځړيږي ، د هغه قرباني کول کراهيت لري ، خو که د غوږو پرې سوي برخي يې نيمايي ته رسېدلي نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي .


    د ښکر ماتي حيوان قرباني صحيح ده ، البته که ښکر يې بيخي په بيخ کي مات سوى وو او دماغ ته رسېدلى وو نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي .


    غوره قرباني
    د قرباني د پاره تر ټولو غوره حيوان چاغ ، ابلک ښکرور ، خصي مږ دى ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به همدا ډول پسه قرباني کاوه ، د اکثرو په آند منده تر خصي افضل ګڼل کيږي ، ځکه په ځينو رواياتو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ په صفت کي فحيل راغلى دى فحيل ومنده ته وايي .


    ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک
    مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
    سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X