قبرداٰخرت له پړاوونوڅخه اولنۍ پړاو دی که په دې کي څوک کامياب شو،دتل لپاره کامياب دی،که (نعوذبالله من ذلک)ناکام شو، دتل لپاره ناکام دی.
له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي دی داسي ووچي کله به قبرته ودرېده، دومره به يې وژړل چي ږېره به يې لونده شوله، چاورته وويل :ته جنت او دوزخ يادوې، نوته ( دومره) نه ژاړې او د قبرله امله (دومره) ژاړې؟
نوحضرت عثمان رضی الله عنه وفرمايل چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چي قبر د آخرت له منازلو څخه لومړنۍ منزل دی. که څوک دقبر (له عذابه) خلاص شو، نووروسته حالت تردې آسان دی او که څوک ترې خلاص نه شو، نو وروسته حالت يې تردې زيات سخت دی.
اوحضرت عثمان رضی الله عنه فرمايلي چي رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:ماهيڅکله (وېرونکی) منظرنه دی ليدلی مگر قبر ترهغه زيات وېروونکی وي.(رواه الترمذي وابن ماجة وقال الترمذي هذاحديث غريب،مشکات :۲۶ج۱)
ځيني داسي کارونه دي چي څوک هغه کارونه کوي،الله پاک هغه ته په قبرکي عذاب ورکوي.
موږيې دلته رانقل کوو، ددې لپاره چي ځان ترې وساتل شي چي د قبردعذاب مستحق ونه گرزو. هغه دادي:
۱:کفراوشرک.
۲:چُغلگري.
۳:غيبت
۴:له خپلو بولوڅخه ځان نه ساتل.
۵:دُرواغ چي په خلگوکي مشهورشي.
۶:له قرآن کريم څخه دشپې وېدېدل او د ورځي عمل نه ورباندي کول.
۷:زنا.
۸:سود.
۹:دمېلمه له حقه انکارکول.
۱۰:په غنيمت اوبيتُ المال کي خيانت کول.
۱۱:بې اودسه لمونځ کول.
۱۲:د مظلوم سره مرسته نه کول.
۱۳:نارينه چي د ښايست داسي سامان استعمالوي چي د هغه استعمال د نارينه لپاره روا نه وي.
۱۴:هغه ښځي چي د ښايست داسي شيان استعمالوي چي د زنانه لپاره د هغه استعمال جائز نه وي.
۱۵:د حضرت لوط عليه السلام د قوم کارکول، يعني لواطت کول.
۱۶:حرام خوړل.
۱۷:د يتيمانو مال خوړل.
۱۸:د لمانځه پرېښودل.
۱۹:د زکات نه اداکول.
۲۰:هغه خاوندچي خپله ښځه پرېږدي چي د بل چاسره بدکاري وکړي اوهغه ښځه چي خپل خاوند ته اجازه ورکړي چي بدکاري وکړي.
۲۱:هغه خطيبان چي خلگوته تقريرونه ددې لپاره کوي چي خلگ له صحيح دين څخه واړوي.
۲۲:د خلگو په عزتونو کي لوېدل.
۲۳:صحابي ته بدنسبت کول.
۲۴:بې عمله خبري.
۲۵:روژه ترخپل وخت مخکي ماتول.
۲۶:هغه ښځه چي له خپل اولادڅخه بې موجبه شېدې بندي کړي.
۲۷:شراب څښل.په دې کي نورنشيې توکي استعمالول هم داخل دي. يعني که څوک نوري نشې کوي، دهغوی لپاره به هم د قبرعذاب وي.
۲۸:غلا.
۲۹غلطه عقيده.
۳۰:د مسلمان ناحقه وژل.

دا گناوي په هغو روايتونو کي ذکرشوې دي چي علامه سيوطي رحمه الله په شرح الصدورص:۶۶ـ۷۶) کي ذکرکړي دي.
الله پاک دي توفيق راکړي چي له دغو کارو څخه ځان وساتو،چي د الله پاک دعذاب مستحق نه شو.آمين
قاري شيخ محمد صديق منشاوي
بیان- د ملاقات ضروري اداب
د نبي صلي الله عليه وسلم ځانګړتياوي
په اسلام کي د ښځي حجاب او د غرب ناانډولي
د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
د آس واقعه! په کره توګه کار کول
ترانه- دا وطن زيبا وطن- دا دی اريانا وطن
د همدې برخي نور توکي
د قربانۍ یا اختري د حیوان مسایل

د حج اداينه د ثواب لامل سي که د عذاب؟

د حکومت اسلامي تصور

د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
خبري کول
د دعوت اداب

د ذوالحجې لس ورځي غنيمت وگڼئ!
صیغه ودونه او د هغوی ناوړي پايلي

هراړخیز پښتو اسلامي معلومات

د مرتد سزا په احاديثو کي

د دیندارۍ لپاره څلور احادیث کفایت کوي!

نوی نسل او د انټرنیټ ګټه او تباهي

د گناهونو د مغفرت او بخښني اسباب ۴

انټرنیټ او د دعوت غلطه طریقه
د خلکو عيبونه مه لټوئ!

وصلی الله علی نبينامحمد و علی آله واصحابه اجمعين
قاري شيخ محمد صديق منشاوي
بیان- د ملاقات ضروري اداب
د نبي صلي الله عليه وسلم ځانګړتياوي
په اسلام کي د ښځي حجاب او د غرب ناانډولي
د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
د آس واقعه! په کره توګه کار کول
ترانه- دا وطن زيبا وطن- دا دی اريانا وطند همدې برخي نور توکي
د قربانۍ یا اختري د حیوان مسایل 
د حج اداينه د ثواب لامل سي که د عذاب؟

د حکومت اسلامي تصور

د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
خبري کول
د دعوت اداب 
د ذوالحجې لس ورځي غنيمت وگڼئ!
صیغه ودونه او د هغوی ناوړي پايلي 
هراړخیز پښتو اسلامي معلومات

د مرتد سزا په احاديثو کي

د دیندارۍ لپاره څلور احادیث کفایت کوي!

نوی نسل او د انټرنیټ ګټه او تباهي

د گناهونو د مغفرت او بخښني اسباب ۴

انټرنیټ او د دعوت غلطه طریقه
د خلکو عيبونه مه لټوئ! د انبياؤ عليهم السلام د دعوت فضيلتونه